ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځیني اوسېدونکي د «تاقچه‌خانه» مالګې کان کیندنې بیا پیلېدو غوښتنه کوي

د تخار ځیني اوسېدونکي د «تاقچه‌خانه» مالګې کان کیندنې بیا پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
28 May 2023 - 16:37
د تخار ځیني اوسېدونکي د «تاقچه‌خانه» مالګې کان کیندنې بیا پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
28 May 2023 - 16:37

تالقان (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار د نمک‎اب ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د «تاقچه‌خانه» مالګې کان د کیندنې کار له درېدو شکایت لري او له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه کان کیندنه دې بېرته پیل شي.

د تخار د نمک‌‎اب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ګل‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، میاشتې کېږي د تاقچه‌خانه د مالګې کان کیندنه د حکومت له خوا درول شوې، په داسې حال کې چې سلګونو کسانو په دغه کان کې کار کاوه او اوس بېکاره دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ خوښ یو چې د دغه کان چارې په قانوني ډول پیل شي څو د یادې سیمې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالبصیر وایي: «ټول خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي، کار نشته، له حکومت غواړم د تاقچه خانې د خوړو مالګې د کان کار ژر پیل کړي څو په کار بوخت شو.»

د هغه په خبره، مخکې به په دغه کان سلګونه کسان په کار بوخت وو او له دې لارې به یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې، خو اوس د دې لپاره چې استخراج یې قانوني شي، د حکومت له خوا یې استخراج درول شوی، ټول کارګر سرګردانه او بېکاره دي.

دغه راز د تخار د کانونو رییس مولوي عبدالناصر حقاني هم مني چې د دغه کان د استخراج چارې د حکومت له خوا درول شوې دي.

خو هغه وویل، دغه اقدام د کان قانوني استخراج لپاره شوی او اوس یې له درېیو شرکتونو سره قرارداد کړی چې ډېر ژر به یې د کیندنې چارې پیل شي.

د هغه په خبره، د تاقچه‌خانه د مالګې کان یو له لویو کانونو شمېرل کېږي چې د استخراج چارې به یې په قانوني بڼه بېرته پیل شي او هغه کسان چې بېکاره شوي، بېرته به کار ته جذب شی.

دا په داسې حال کې ده چې تخار د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د نمک‌اب، د ډبرو سکرو او سرو زرو کانونو په ګډون ډېر کانونه لري چې د کارپوهانو په خبره، که د دغو کانونو استخراج په قانوني ډول ترسره شي، د دې ترڅنګ چې خلکو ته د کار زمینه برابريږي،  د دولت خزانې ته هم ډېر عاید ورځي.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.