جلالاباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
د ځایي چارواکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو او منځګړیتوب، د عرب قوم دوو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې مراسم پرون د بهسودو ولسوالۍ په سراچه نغلو سيمه کې جوړ شوي وو.
د بهسودو ولسوال قاري محمدعمران وویل، په دغه دښمنۍ کې چې د سید ضمیر او عبدالمنان د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، دوه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي وو.
هغه زياته کړه: «په دغه دښمنۍ کې چې د يوه لوري پکې دوه کسان وژل شوي وو، د مقتول کورنۍ له خوا قاتل ته بښنه وشوه.»
د پخلا شوو کورنیو غړو له مسوولينو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې د روغې جوړې هڅې وکړې، پر یوه ټغر يې راټول کړل او دغه دښمني يې پر دوستۍ بدله کړه.
د يادونې ده، تر دې دمه په یاده ولسوالۍ کې يوولس دغه ډول روغې جوړې شوې او دغهراز د ځايي چارواکو له خوا د ورته قضیو د حل لپاره ځانګړې شورا جوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP