Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزیر: څو چې کرنه وده و نه‌کړي، هېواد له بې‌وزلۍ نه خلاصېږي

د کرنې وزیر: څو چې کرنه وده و نه‌کړي، هېواد له بې‌وزلۍ نه خلاصېږي

author avatar
31 May 2023 - 17:54
د کرنې وزیر: څو چې کرنه وده و نه‌کړي، هېواد له بې‌وزلۍ نه خلاصېږي
author avatar
31 May 2023 - 17:54

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وایي، تر هغې چې لومړني خوراکي توکي د هېواد له دننه تامین نه شي او د کرنې برخه وده و نه‌کړي، هېوادوال له بې‌وزلۍ او فقره نه خلاصېږي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري دا څرګندونې نن (چهارشنبه) د کروندې نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه کې -چې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ څېړنیز انسټیټیوټ عمومي ریاست کې ترسره شوه- وکړې.

هغه وویل: «له بده‌مرغه په اوسنیو شرایطو کې موږ او تاسې تش په نامه د کرنې او مالدارۍ هېواد څخه مستفید یو او په عملي ډګر کې کومه ځانګړې لاسته‌راوړنه نه لرو.»

د هغه په خبره، پخوا به کروندګر بهرني تخمونو ته اړتیا نه لرله او پر ځان بسیا وو، خو له څو کلنې جګړې وروسته اوس د هېوادوالو لومړني غذايي توکي په هېواد کې دننه نه توليدېږي.

نوموړي وویل: «تر هغه چې لومړني خوراکي توکي په هېواد کې دننه تولید نه کړو، له دې بې‌وزلۍ او نادارۍ څخه نه شو خلاصېدلی.»

هغه دغه‌راز وویل، د کرنې بنسټ له څېړنې او اصلاح شوو تخمونو څخه په استفادې پیلېږي او بزګر باید د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره له هغو اصلاح شوو تخمونو څخه استفاده وکړي چې د کرنې وزارت ورته معرفي کوي.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر زیاته کړه، باید هغو کروندګرو او پانګه‌والو ته چې د کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوال دي، په مرکز او ولایتونو کې روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

عمري زیاته کړه چې د کرنې او مالدارۍ څېړنیز انسټیټیوټ فارم بزګرو ته د ګرمو او سړو اقلیمونو مطابق ۴۶ ډوله اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي دي.

په دغه حال کې، د کرنې او مالدارۍ د څېړنیز انسټیټیوټ عمومي رییس نصرت‌الله طلحه وایي چې د هېواد په کچه ۲۳ څېړنیز فارمونه موجود دي.

د هغه په خبره، په دغو فارمونو کې د حبوباتو، غله‌جاتو، جوار، سویابین، پنبې، زعفران، هنګ او نور اصلاح شوي تخمونه چمتو کېږي.

نوموړي د هېواد له کروندګرو وغوښتل چې له اصلاح شوو تخمونو څخه استفاده وکړي.

له بلې خوا، د یاد فارم یوه بزګر عبدالقدیر وویل چې اصلاح شوي تخمونه کري او له حاصلاتو وروسته، اصلاح شوي تخمونه کروندګرو ته ورکوي.

هغه زیاته کړه: «۴۶ ډوله تخمونه دي، که کروندګر یې په سمه توګه وکري او ښه یې اوبه کړي، ډېر ښه حاصلات ورکوي.»

د یادونې ده، د کروندې نړۍواله ورځ هر کال په هېواد کې نمانځل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.