جلالاباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په چپرهار او روداتو ولسواليو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د غبرګولي ۱۱مه) پژواک اژانس ته وويل، یادې ترافیکي پېښې پرون د دغه ولایت په چپرهار او روداتو ولسوالیو کې رامنځته شوې چې يو کس په کې مړ شوی او لس نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، يوه ترافیکي پېښه د چپرهار ولسوالۍ اړوند د فامیلیو په ساحه کې د رېکشا او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپيان دي.
زابلی زياتوي، بله پېښه چې د روداتو ولسوالۍ په دربځالې سيمه کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، څلور کسان پکې ټپیان شوي دي.
د يادو ترافيکي پېښو لامل نه دى په ګوته شوى، خو ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتياطۍ او يا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
Views: 789
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن