کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۲): یوې ترکي کمپني د افغانستان رېلپټلۍ ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دې ادارې مشر ملا بختالرحمن شرافت تېره ورځ د رېلپټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UICRAME) د ٣١مې غونډې له اجنډا سره سم، د ترکیې "کاردمیر" اوسپنې ویلي کولو له کمپنۍ څخه تخنیکي لیدنه کړې.
کاردمیر کمپنۍ د سیمې په کچه د اوسپنې ویلي کولو مشهوره کمپنۍ ده چې د رېل اړوند وسایل لکه د لوکوموتیو او درزین ویلونه (بوژي) او نور توليدوي.
په دې ليدنه کې د یادې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر ویلي، دغه کمپنۍ چمتو ده چې د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي او دوی دغه تجربه په نورو هېوادونو کې کړې او مثبته پایله یې لرلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP