ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې ترکي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته د کاني توکو بدل کې رېل تولیدوي

یوې ترکي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته د کاني توکو بدل کې رېل تولیدوي

author avatar
3 Jun 2023 - 14:43
یوې ترکي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته د کاني توکو بدل کې رېل تولیدوي
author avatar
3 Jun 2023 - 14:43

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۲): یوې ترکي کمپني د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دې ادارې مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت تېره ورځ د رېل‎پټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UICRAME) د ٣١مې غونډې له اجنډا سره سم، د ترکیې "کاردمیر" اوسپنې ویلي کولو له کمپنۍ څخه تخنیکي لیدنه کړې.

کاردمیر کمپنۍ د سیمې په کچه د اوسپنې ویلي کولو مشهوره کمپنۍ ده چې د رېل اړوند وسایل لکه د لوکوموتیو او درزین ویلونه (بوژي) او نور توليدوي.

په دې ليدنه کې د یادې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر ویلي، دغه کمپنۍ چمتو ده چې د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي او دوی دغه تجربه په نورو هېوادونو کې کړې او مثبته پایله یې لرلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.