Pajhwok Afghan News

هلمند کې ۱۵۰ دولتي کورونه له غصبه خلاص شول

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۱۵۰ دولتي کورونه له غاصبینو څخه راوګرځول شول.

دوی وايي، یاد کورونه په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د ماليې وزارت اړوند د کرنیزو خدمتونو او اصلاح شوو تخمونو یوه دولتي شرکت مامورینو لپاره جوړ شوي، خو په تېرو جګړو کې د زورواکانو له خوا غصب شوي وو.

د مارجې ولسوال مولوي عصمت‌الله عاصم د یادو غصب شوو کورونو راګرځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کورونه د تېرو حکومتونو پر مهال د ځینو خلکو له خوا غصب شوي وو او د اسلامي امارت په راتګ سره بېرته دولت ته وسپارل شول.

هغه زیاته کړه: «له تېرو څو کلونو راهیسې دغه دولتي تعمیرات د یو شمېر خلکو له خوا عصب شوي وو او د اسلامي امارت په راتګ سره بېرته راخلاص او نن دولت ته وسپارل شول.»

نوموړی وايي، یاد کورونه په ۱۳۵۱ لمریز کال کې جوړ شوي وو چې اوس پکې ۵۲ جوړ او نور ټول ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا، په مارجې ولسوالۍ کې ۷۰۰۰ جریب ځمکه هم غصب شوې چې د بېرته راګرځولو ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوې او ډېر ژربه د حکومت ملکیت شي.

په ورته مهال بیا په هلمند کې د ماليې وزارت اړوند د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت امر حاجي دارو خان یاسر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کورونه د تېرو حکومتونو په وخت کې ځینو خلکو غصب کړي وو.

د یادونې ده، په تېره څه باندې څلور لسیزه جګړه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېر دولتي ملکیتونه غصب شوي او اوس يې د بېرته راګرځولو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

Views: 61

Exit mobile version