ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی

فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی

author avatar
4 Jun 2023 - 18:30
فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی
author avatar
4 Jun 2023 - 18:30

میمنه، بامیان (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو کس په ډزو وژل شوی او د بامیان په مرکز کې یوه ۱۴ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حمیدالله بت‌شکن پژواک ته وویل، تېر ماښام د جمال‌الدین په نوم یو ۲۵ کلن ځوان -چې د پښتونکوټ ولسوالۍ د توکلي کلي اوسېدونکی و او اوسمهال په څلورمه امنیتي حوزه کې اوسېده- د نا معلومو دلایلو له امله د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د یادې قضیې په تړاو درې کسان له یوې تومانچې او یوې برچې سره نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

یوه قومي مشر چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې جمال‌الدین د جمعیت ګوند د یوه قوماندان محمد سرور زوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.