منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۸ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۸ کتنې

میمنه، بامیان (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو کس په ډزو وژل شوی او د بامیان په مرکز کې یوه ۱۴ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حمیدالله بت‌شکن پژواک ته وویل، تېر ماښام د جمال‌الدین په نوم یو ۲۵ کلن ځوان -چې د پښتونکوټ ولسوالۍ د توکلي کلي اوسېدونکی و او اوسمهال په څلورمه امنیتي حوزه کې اوسېده- د نا معلومو دلایلو له امله د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د یادې قضیې په تړاو درې کسان له یوې تومانچې او یوې برچې سره نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

یوه قومي مشر چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې جمال‌الدین د جمعیت ګوند د یوه قوماندان محمد سرور زوی و.

سرچینې زیاته کړه چې جمال‌الدین هم د جمهوریت پر مهال د محلي پولیسو په لیکو کې و او وروسته بیا د المار او میمنې لویې‌لارې د یوې پوستې مسوول هم و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مقتول له تحول وروسته ایران ته ولاړ، خو څه موده مخکې بېرته راغی او بې‌کاره و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فاریاب په خواجه سبزپوش او خیبر ولسوالیو کې هم دوه کسان په ډزو وژل شوي وو.

د یوه بل خبر له مخې، په بامیان ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک ته وویل: «د الیاس په نوم یوه ۱۴ کلن ځوان د دغه ولایت مرکز اړوند په زرګرانو کلي کې ځان زېندۍ کړی او وژلی دی.»

د هغه په خبره، دغه پېښه تېر ماښام هغه مهال را منځته شوې چې الیاس له خپلې کورنۍ سره په ټیلېفون دعوه کړې او وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده.

باید وویل شي چي ځانه‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هغه خلک چې له ستونزو سره مخ دي، د دې پر ځای چې د ځان‌وژنې پر کبیره ګناه اخته شي او خپله کورنۍ هم د غم پر ټغر کېنوي، کولی شي د ستونزو د هواري لپاره هڅه وکړي؛ خو که څوک رواني ستونزه ولري نو بیا دې ډاکټر ته مراجعه وکړي څو له درملنې وروسته خوشحاله ژوند ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه