ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونکي: یو شمېر کورنۍ د خپلو اولادونو درسونو برخه کې بې‌غوره دي

ښوونکي: یو شمېر کورنۍ د خپلو اولادونو درسونو برخه کې بې‌غوره دي

author avatar
7 Jun 2023 - 19:41
ښوونکي: یو شمېر کورنۍ د خپلو اولادونو درسونو برخه کې بې‌غوره دي
author avatar
7 Jun 2023 - 19:41

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر ښوونکي او د زده‌کړو برخې پوهان د درسونو په زده‌کولو کې ماشومانو ته د خپلو کورنیو له لوري انګېزه ورکول اغېزناک بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو درسونو ته جدي پام وکړي.

ښوونکي: لکه ښوونکی چې زده‌کوونکو ته د درس ویلو مسوولیت لري، هغومره کورنۍ هم مسوولې دي.

د کابل ښار د ابوالقاسم فردوسي لېسه کې د دري ژبې او ادبیاتو ښوونکې لیلا صالحي د کورنیو له لوري د خپلو اولادونو په درسونو کې پر بې‌غورۍ نیوکه کوي او وايي: «له بده مرغه چې افغانستان کې کورنۍ د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته لږه پاملرنه کوي.»

هغه وايي، کومو ټولګیو کې چې تدریس کوي، هر ټولګی تر ۵۰ زده‌کوونکي لري چې ډېری یې له کورنۍ دندې او تېرو درسونو له تکرار پرته ښوونځي ته راځي.

نوموړې په هېواد کې د لوست کچې بې‌ساري ټیټوالي ته په اشاره وویل: «داسې زده‌کوونکي لري چې پلار او مور یې بې‌سواده دي، خو بیا هم ډېره هڅه کوم، هغه زده‌کوونکي چې په کور کې مرستې لپاره لارښود څوک ونه لري، په تش وخت کې ماته راځي او خپلې درسي ستونزې حلوي.»

هغې نورو زده‌کوونکو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل، مور او پلار یې نالوستي وو خو په لومړۍ درجه له ښوونځي فارغ او په غالب پوهنتون کې یې طب پوهنځی لوستی چې هلته هم اول‌نمره وه.

هغه له کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو په درسونو کې بې‌غوري ونه کړي او په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

لیلا چې په دغه ښوونځي کې ۶ ټولګیو ته د دري ژبې او ادبیاتو درس ورکوي وايي: «د ټولو ټولګیو د زده‌کوونکو شمېر چې درس ورکوم، ۲۵۰ کسانو ته رسېږي، دغو ټولو شاګردانو ته درس ورکول ډېر ستونزمن کار دی.»

هغې وویل، کورنۍ باید له خپلو اولادونو د ورځنیو درسونو پوښتنه وکړي، یو زده‌کوونکی چې له ښوونځي کور ته ځي، کورنۍ یې باید ترې وپوښتي چې کوم درسونه یې ویلي، کومه کورنۍ دنده یې ورکړې او راتلونکي درسونه باید ولولي.‎»

هغې څرګنده کړه: «یو ښوونکی د لارښود رول لري، زده‌کوونکی باید د خپل ښوونکي پر لارښوونه عمل وکړي، خپل‎ درسونه په کور کې تکرار کړي او کورنۍ دنده سرته ورسوي.»

په ورته مهال، د «شمع روشان» خصوصي مکتب ښوونکې فروزان سادات وايي: «ماشومان چې هر څه زده‌کوي، لومړی یې له خپلې کورنۍ زده‌ کوي، موږ ښوونکي یوازې لارښود یو؛ ځکه په یوه درسي ټولګي کې له ۳۰ تر ۳۵ زده‌کوونکي موجود دي او ښوونکی ټولو ته په سم ډول رسېدنه نه شي کولای.»

د هغې په وینا، له سلو اویا سلنه زده‌کوونکي خپلو درسونو ته پاملرنه کوي او دېرش سلنه نور بیا بی‌غوري کوي او لامل یې دا دی چې کورنۍ د خپلو اولادونو په درسونو کې لټي کوي.

نوموړې هم له کورنیو وغوښتل چې د خپلو اولادونو درسونه ته پاملرنه وکړي.

د علي‌سینا خصوصي لېسې ښوونکي ورېښمین سادات وویل، د ماشومانو درسونو ته د کورنیو پاملرنه ډېره مهمه ده او دغه کار پر دې سربېره چې له ښوونکي سره د مرستې لامل کېږي، د ماشومانو په وړتیا لوړولو او هڅونه کې هم ‎رول لري.

هغه زیاته کړه: «لکه څرنګه چې موږ ته معلومه ده په فغانستان کې لږ خلک لوستي دي، نو همدا لامل دی چې کورنۍ له خپلو ماشومانو د هغوی په درسونو کې کمه مرسته کوي.»

نوموړی هم له کورنیو غواړي چې په منظم ډول له خپلو ماشومانو د ورځنیو درسونه پوښتنه وکړي او د هغوی د وړتیاوو معلومولو او ودې هڅه یې وکړي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهني ډیپارټمنټ استاد شرف‌الدین عظیمي هم درس زده‌کولو ته د ماشومانو د هڅونې لپاره د کورنیو رول مهم بولي او وايي: «‎اړتیا نشته چې ماشون محبور کړو، د دې پر ځای مهمه ده چې انګېزه ورکړل شي؛ یعنې د ماشومانو تر مجبورولو هغوی ته د یوه منظم مهال‌وېش جوړول ښه دي، ښه ده چې په لېوالتیا خپل درسونه زده کړي، د ماشوم د هر فعالیت او درس ویلو لپاره باید یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسو.»

هغه څرګنده کړه، ښه ده چې ښوونکي او کورنۍ د زده‌کړو له تعاملي لارې استفاده وکړي، دوی وهڅوي او وخت ورکړي څو له خپلو ټولګیوالو سره ګډ درس ووايي.

د عظیمي په وینا، ښوونکي باید زده‌کوونکو ته د درس زده‌کولو جذاب او ښه چاپېریال برابر کړي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې درسي کیفیت معیاري نه دی، لږ د معیاري ټولګيو او په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزه ډېره ده.

نوموړي وویل: «ښوونکي باید له زده‌کوونکو سره په کورنۍ دنده کې مرسته وکړي، د زده‌کړو پروګرامونه باید د شاګردانو له عمر او سویې سره سم وي او د زده‌ کولو له نوو لارو ګټه واخلي او کورنۍ هم باید د یو مهال‌وېش له مخې د خپلو ماشومانو له درسونو څارنه وکړي.»

خو ځینې کورنۍ بیا زده‌کوونکو ته په درس ورکولو کې ښوونکي پر بې‌غورۍ تورنوي

د کابل ښار د خوشحال خان اوسېدونکې مدینه هم په موبایل کې د خپلې لور له ګېم کولو شکایت کوي چې لامل یې په ټولګي کې د ښوونکو بې‌غوري بولي.

هغه زیاته کړه: «لور مې په درېیم ټولګي کې ده، له درس سره هيڅ لېوالتیا نه لري او تل په ټیلېفون کې ګېم کوي، نه په کور او نه په ښوونځي کې درس ویلو ته پاملرنه کوي، ښوونکي هم یوازې ټولګي ته ورځي او په بې‌غورۍ درس ورکوي، هسې ورځ تېروي.»

د کابل ښار د خوشحال خان سیمې اوسېدونکې نجیمه وايي، دوه زامن یې په دې سیمه کې د دولتې ښوونځې د درېیم ټولګي زده‌کوونکي دي، هغه هم زده‌کوونکو ته په درس ورکولو کې د ښوونکو له بې‌غورۍ سر ټکوي.

هغې زیاته کړه: «ډېرې ورځې ښوونکي د زده‌کوونکو کورنۍ دنده نه ګوري، په بېړه درس ورکوي او خپل ډېر وخت په تشو خبرو تېروي، زه خو لوستې یم او له اولادونو سره مې په درسونو کې مرسته کوم، هغه کورنۍ چې نالوستې دي، څه وکړي.»

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.