Language

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
ارشیف

کلات ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ١۴٠٢): په زابل کې د ترافيکي پېښې له امله نهه کسان مړه او ٣١ نور ټپيان شوي دي.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د مرکز کلات په پل سنګي سيمه کې يو ٥٨٠ ډوله موټر له يوه مازدا موټر سره ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په یاده پېښه کې نهه کسان مړه او ٣١ نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز د زابل د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکټر نذيراحمد حريفال رسنيو ته ويلي چې له يادې پېښې نهه مړي او ٣١ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.