منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۹ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۵ کتنې · تازه شوی
ارشیف

کلات ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ١۴٠٢): په زابل کې د ترافيکي پېښې له امله نهه کسان مړه او ٣١ نور ټپيان شوي دي.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د مرکز کلات په پل سنګي سيمه کې يو ٥٨٠ ډوله موټر له يوه مازدا موټر سره ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په یاده پېښه کې نهه کسان مړه او ٣١ نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز د زابل د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکټر نذيراحمد حريفال رسنيو ته ويلي چې له يادې پېښې نهه مړي او ٣١ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه ويلي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د يادونې ده، تېره شپه په سرپل ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢۴ کسان مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې