بامیان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان سیمهییز مسوولین وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ کسان د نشهیي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي او زرګونه کیلوګرام نشهیي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو مياشتو کې د يادو کسانو د نيولو او د نشهيي توکو د کشف او ضبط په موخه د امنيتي ځواکونو له خوا ٣٣ کشفي عمليات ترسره شوي دي.
نوموړی د یادو عملیاتو موخه په بامیان کې د نشهیي توکو د قاچاق او پراخېدو مخنیوی بولي او وايي، په دغه عملیاتو کې د ۲۱ کسانو پر نیول کېدو سربېره، ۲۶ ټن اومان، ۱۵۸۹ کیلوګرام الکولي توکي او یوه اندازه کراک، شیشه، چرس او تریاک هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند وویل، د نيول شوو کسانو دوسيې تر څېړنو وروسته محکمې ته سپارل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن