پل علم (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د ورزش امریت چارواکي وایي، د هېواد سکېټ ملي فدارسیون له لوري په مرکز پل علم کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش رسمي څانګه پرانیستل شوه.
د لوګر ولایت د سپورت ادارې مطبوعاتي مسؤول مصطفی احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سکېټ ملي فدراسیون له لوري په پل علم کې د رسمي څانګې له پرانیستلو څخه موخه دې لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو روزل دي.
احمدي زیاته کړه، د یادې څانګې له لارې به په لوګر کې سکېټ لوبې ته ځوانان وهڅول شي او د هغوی د ظرفیتلوړونې او همغږۍ لپاره به بېلابېل پروګرامونه هم جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه: «په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش څانګه پرانیستل شوه او په همدې ورځ د لوګر،کابل او خوست ولایتونو د سکېټ لسګونه لوبغاړو د دغه ولایت په ستډیوم او د ښار په یو شمېر مهمو سړکونو کې د سکېټ ورزش نمایشي سیالۍ هم ترسره کړې.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP