ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګوتریش: نړۍ کې ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي

ګوتریش: نړۍ کې ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي

author avatar
12 Jun 2023 - 11:33
ګوتریش: نړۍ کې ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي
author avatar
12 Jun 2023 - 11:33

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په اوس وخت کې د نړۍ په کچه ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن (دوشنبه) د یوه تویټ په خپرولو سره لیکلي چې دا تقریبا له هرو لسو ماشومانو څخه یو ماشوم دی.

هغه زیاته کړې: «د ماشوم د کار پای ته رسولو په دغه ورځ کې موږ باید د دغه مضر عمل مخنیوي او له استثماره د ماشومانو ساتنې لپاره لا ډېرو هڅو ته ژمن اووسو.»

د یادونې ده، د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.