منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګوتریش: نړۍ کې ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په اوس وخت کې د نړۍ په کچه ۱۶۰ میلیون ماشومان د کار قرباني دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن (دوشنبه) د یوه تویټ په خپرولو سره لیکلي چې دا تقریبا له هرو لسو ماشومانو څخه یو ماشوم دی.

هغه زیاته کړې: «د ماشوم د کار پای ته رسولو په دغه ورځ کې موږ باید د دغه مضر عمل مخنیوي او له استثماره د ماشومانو ساتنې لپاره لا ډېرو هڅو ته ژمن اووسو.»

د یادونې ده، د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ده.

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ هر کال په همدې نېټه نمانځل کېږي او موخه یې د ماشومانو د کار پر ضد د نړۍوال خوځښت پیاوړي کول دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه