کابل، قلعهنو (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): نن د غبرګولي ۲۴مه، د مور ملي ورځ په افغانستان کې په داسې حال رارسېږي چې په هېواد کې یو شمېر میندو د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله د خپلو کورنیو د لګښتونو تامینولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې او له سختۍ او کړاوه ډک ژوند لري.
هغوی له سرپرست حکومته د ملاتړ او مرستې غوښتنه کوي.
د یادونې ده، په هېواد کې څلور لسیزې جنګ د دې لامل شوی چې ځینې کورنۍ خپل نارینه له لاسه ورکړي او ښځې د خپلو کورنیو اعاشه پر غاړه واخلي.
پژواک خبري اژانس د غبرګولي په ۲۴مه د مور ملي ورځې په مناسبت، له ځينو داسې ښځو سره چې د خپلې کورنۍ د اعاشې مسوولیت پر غاړه لري، مرکې کړې دي.
د بادغیس په مرکز قلعهنو ښار کې د دیدهګل په نوم یوه مور چې د خپل انګړ په یوه کونج کې یې نانوایي جوړه کړې او د ورځې لسګونه ډوډۍ پخوي، له همدې لارې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ لګښتونه برابروي.
نوموړې وویل، د بېوزلۍ او نادارۍ له امله یې دې چارې ته مخه کړې ده.
هغه چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، له پژواک سره په خبرو کې وویل، خاوند یې د کمزورۍ او بوډاتوب له امله د کار توان نه لري.
دیدهګل اته کاله کېږي چې دغه نانوایي یې جوړه کړې او د ورځې له ۵۰ ډېرې ډوډۍ پخوي.
دغه ښځه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او کلونه مخکې د جنګونو له امله له خپلې کورنۍ سره قلعهنو ښار ته بېځایه شوې ده.
دیدهګل له اسلامي امارته هیله لري چې له دې او نورو هغو ښځو سره چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ملاتړ وکړي.
دا یوازېنۍ بادغیسۍ مېرمن نه ده چې د اقتصادي ستونزو له امله درنو کارونو ته مجبوره شوې، بلکې د هېواد په کچه زرګونه داسې میندې شته چې له دې لارې خپلو کورنیو ته حلال رزق برابروي.
یوه بله ښځه چې مستعار نوم یې زینب دی او درې اولادونه لري، خاوند یې وژل شوی او اوس د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، د کورنۍ د اعاشې برابرولو لپاره په کابل ښار کې د لاسګاډي په وسیله پیاز او کچالو پلوري.
د لاسګاډي لېږد چې آن د سړیو لپاره یو سخت کار دی، خو زینب د همت ملا تړلې او هره ورځ خپلې کورنۍ ته د نفقې ګټلو لپاره دغه دروند کار ترسره کوي.
هغه چې سر تر پښو په تور لباس کې پټه ده او په داسې حال کې چې د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان په دوولسم سړک کې یې کراچۍ لېږدوله، وویل: «مجبوره یم، ځکه خاوند مې مړ شوی او د خپلو وړو او برابرو ماشومانو د اعاشې برابرولو لپاره کار کوم او حلاله روزي ترلاسه کوم.»
هغه له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو د کار مخه ونه نیسي، بلکې د ښځو په ګډون دې ټولو ته د باعزته کار زمینه برابره کړي؛ ځکه چې د افغانستان ډېر خلک له بېوزلۍ او له بېکارۍ ځورېږي.
یوې بوډۍ ښځې چې ځوان زوی یې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی او اوس یې د یتیمانو سرپرستي دې ته ور له غاړې ده وایي، د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د صفاکارې په توګه کار کوي.
دغه ښځه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، پژواک ته وویل: «څلور کاله مخکې مې یو زوی شهید شو، اینګور مې بل مېړه وکړ، څلور یتیم لمسیان لرم چې له ما سره دي.»
دغه بوډۍ ښځه چې له بېوزلۍ شکایت کوي وایي، د ښوونځي د پاکولو له درکه د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ اخلي چې په ډېره ستونزه د خپلو لمسیانو لګښت پوره کوي.
هغه هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې له بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي.
خو د کابل ښار په شهرنو کې د احمدشاه مسعود ښوونځي یوه ښوونکې فرشته هاشمي د مور ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وایي، اقتصادي ستونزې نه لري، هوسا ژوند لري او یوازېنۍ ستونزه یې د اولادونو لرېوالی دی.
هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې د تېرو جګړو او ناامنیو له امله اولادونه یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
فرشته هاشمي هیله لري چې په هېواد کې هلکانو او نجونو ته د کار او تعلیم زمینه برابره شي، څو له وطنه لرې ځوانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
شکریه شمس چې د کابل ښار په مکروریانو کې د ښځینه جامو ګنډلو دوکان لري، د مور ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ټولو ته مېندو ته وویل، د دې لپاره چې لوستي او باهنره اولادونه ولري، خپله د خاوند ترڅنګ کار کوي.
هغې له ټولو مېندو وغوښتل چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې دې رول ولري، څو ټولنې ته تحصیلکړي اولادونه وړاندې کړي؛ ځکه چې افغانستان تحصیلکړو کسانو ته اړتیا لري.
نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې اسلامي امارت په خصوصي سکټور کې د ښځو د کار مخه نه ده نیولې، د اسلامي امارت له مشرتابه یې وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار مانع نه شي او د نجونو لپاره دې د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي.
هغې وویل، له اقتصادي ستونزو سره مخ نه ده او د خولې په تویولو او هڅو توانېدلې چې لوستي او تحصیلکړي اولادونه ولري.
د یادونې ده، اوسمهال ښځې د خصوصي ادارو ترڅنګ په ځينو حکومتي ادارو کې هم پر کار بوختې دي، خو نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې او همداراز د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د هغو زدهکړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار مخالف نه دي او د یوه خوندي چاپېریال په برابرېدو سره به ښځو ته د کار او تحصیل اجازه ورکړل شي.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن