کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازي او په تاشکند کې د ترکیې سفیر له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام او له ترهګرۍ سره مبارزه کې د همغږۍ پر هڅو هوکړه کړې ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف په تاشکند کې د ترکیې له سفیر اولګان بکار سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ پر هڅو هوکړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ازبکستان کې د ترکیې سفیر په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګښت کې د تاشکند رول مهم بللی او د سیمهییز پیوستون په بهیر کې یې د ازبکستان پر ونډې ټینګار کړی دی.