ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: «طالبان» له امنیتي ګواښونو سره مخ دي؛ مجاهد: دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو

سیګار: «طالبان» له امنیتي ګواښونو سره مخ دي؛ مجاهد: دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو

author avatar
18 Jun 2023 - 15:51
سیګار: «طالبان» له امنیتي ګواښونو سره مخ دي؛ مجاهد: دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو
author avatar
18 Jun 2023 - 15:51

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): سیګار وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د بېلابېلو ډلو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، خو سرپرست حکومت دغه څرګندونې پروپاګنډ بولي وایي، افغانان په بشپړه ارامۍ کې ژوند کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې «سیګار» ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپل واک ساتلو لپاره مخ په زیاتېدونکي ډول د بېلابېلو ډلو له خوا له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

د راپور له مخې، سیګار د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو درېیو میاشتو په یو راپور کې داعش، القاعده او د مقاومت جبهې په ګډون د مختلفو مخالفو ډلو یادونه کړې او زياتوي: «افغانستان همدارنګه د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د تروریستي ګواښونو اصلي منبع ده او د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) په ګډون څو تروریستي ډلې په افغانستان کې د موجودې فضا او د طالبانو د یوې موثرې امنیتي ستراتیژۍ له نه شتون څخه ګټه پورته کوي او په ازاد ډول فعالیت کوي.»

په راپور راغلي، سیګار د امریکايي چارواکو څرګندونو پر اساس ویلي، په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواري حضور چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې ووژل شو، دا ښيي چې د سرپرست حکومت ځیني غړي لا هم له دې ډلې سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکوي.

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي، له یاد برید وروسته يې هیڅ داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې  وښيي، برید پر ایمن الظواري شوی او هغه په کې وژل شوی دی.

سیګار ویلي، د امریکا متحده ایالتونه د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د القاعده فعالیتونه څاري، د افغانستان پر سرپرست حکومت هم د دوحې تړون ته د ژمن پاتې کېدو لپاره فشار ته دوام ورکوي.

سیګار په تېرو نږدې دوو کلونو کې په افغانستان کې د داعش بریدونو ته په اشاره ویلي، داعش د افغانستان اوسني حاکمیت ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

سیګار زیاته کړې، داعش په اسانه هدفونو لکه ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو باندې بریدونه کوي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې دا هم ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د جنوري او فبرورۍ په میاشتو کې د داعش خلاف نهه عملیات ترسره کړي او د دې ډلې د له منځه وړو او عملیاتو شنډولو لپاره یې چې څه په وس پوره وي، ترسره کوي یې.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې په دغه راپور کې ویلي، دغه راز داعش د غیردولتي ادارو او د ملګرو ملتونو ادارو د کارکوونکو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

خو د سيګار د دغه راپور په اړه د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د سیګار په نوم اداره چې د «امریکايي اشغال» پر مهال په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د کنټرول، محاسبې او څېړلو لپاره رامنځته شوې وه، د «اشغال» له پای ته رسېدو وروسته يې د افغانستان په اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده پر غاړه اخیستې ده.

هغه زياتوي: «یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، اسلامي امارت له سخت امنيتي مشکل سره مخ دی؛ په افغانستان کې بهرنۍ وسله‎والې ډلې او کورني تهدیدات ډېر شوي او ځينو هېوادونو ته خطر متوجه دی؛ موږ د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت پر وضعیت باندې بشپړ کنټرول لري او اجازه به ورنه کړي چې هيڅ کومه ډله یا جهت افغانستان بې‌امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.»

مجاهد وایي، ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول افغانان پوهېږي، اوس چې کوم امنیت او ثبات دی، افغانانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه وو تجربه کړی.

هغه زياتوي: «هيڅ بهرنۍ مسلح ډله په افغانستان کې فعاله نه ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ پر سرحد ولاړه ده. همدا ډول داخلي مسلح تهدیدات هم شتون نه لري، بلکې ملت مو په بشپړه ارامۍ او سوله کې ژوند کوي؛ الحمدالله.»

د اسلامي امارت وياند وايي: «دا چې له اوسني امنیت او ثبات سره سره امریکا بیا څه ستونزه لري چې دا ډول تشویشونه خپروي، پروپاګند کوي یا د داعش غوندې شومو پدیدو ته پر کمپاین بوخته ده او یا هم زموږ ګاونډيو او نږدې هېوادونو ته تشویش ور اچوي، ښايي دا په امریکا کې د ځینو خاصو کړیو خپلسرې کړنې وي او یا دا چې امریکا بیا غواړي سیمه بې‌ثباته، نا امنه او ناکراره کړي، څو په دې ډول له افغان ولسه د خپلې ماتې کسات واخلي، یا د اسلامي امارت او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.»

مجاهد وايي، امریکایانو ته يې توصیه دا ده چې نور باید له افغانانو سره خپله کینه او دښمني پای ته ورسوي، افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی، بلکې برعکس اسلامي امارت غواړي چې د امریکا په ګډون له نړۍوالو سره ښې او رغنده اړیکې ولري.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.