Language

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ حقاني: نړۍوال دې له افغان کډوالو سره بشري مرستې سیاست پورې نه تړي

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه) په کابل کې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال افغانان دي.

نن د جون ۲۰مه، د کډوالو نړۍواله ورځ ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په یاده غونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

login or register a new account.