منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ حقاني: نړۍوال دې له افغان کډوالو سره بشري مرستې سیاست پورې نه تړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۳ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه) په کابل کې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال افغانان دي.

نن د جون ۲۰مه، د کډوالو نړۍواله ورځ ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په یاده غونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

همداراز هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې څه باندې دوه میلیون داخلي بې‌ځایه شوي خلک بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

هغه وویل، د کډوالو چارو وزارت په رهبرۍ او مدیریت او د نړۍوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ راستانه شوو افغانانو ته اړینې بشري مرستې رسېدلې دي.

حقاني په افغانستان کې ټولو مرستندویه ادارو ته ډاډ ورکړ چې د کډوالو چارو وزارت پوره هڅه کوي څو راستانه شوو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې مناسبه زمینه برابره کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل پروګرامونه او مرستې له دغه وزارت سره شریکې او همغږې کړي.

هغه د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړۍوالو سازمانو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې په کور دننه او بهر د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي او د تېر په څېر دې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

نوموړي پر نړۍوالو غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره بشري مرستې دې د افغانستان سیاسي مسلې پورې و نه تړي او دغه مرستې باید له سیاسته جلا وساتل شي.

هغه وویل، ډېری بنسټونه د کډوالو مسله سیاست پورې تړي او دا بې‌انصافي ده.

حقاني پر ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان غږ وکړ چې د تېر په څېر له افغان کډوالو سره ښه سلوک وکړي او په جبري ډول ونه شړي.

د هغه په وینا، افغانستان کې ډېرې موسسې له بهرنیو تمویلونکو څخه زیاتې پیسې له افغان کډوالو سره د مرستې په نوم اخلي، خو د دغو پیسو ډېره برخه دغه موسسې په خپله مصرفوي.

هغه له دغو بنسټونو وغوښتل چې د دغو پیسو ۸۰ سلنه باید له افغان کډوالو سره د مرستو برخه کې ولګول شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۷ تر ۸ میلیون افغانان د کډوالۍ شپې ورځې تېروي چې لویه برخه یې په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې مېشت دي.

د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي و چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال شوي، خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال