جلالاباد (پژواک، ٣١ غبرګولى ١٤٠٢): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د تعميراتي موادو يوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته ته شوې ده.
د ننګرهار د اطفايې مدير حاجي رشيد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته د جلالاباد ښار درېیمې ناحيې اړوند د قالينو کوڅه کې د تعميراتي موادو د پلور يوه مارکېټ کې اور لګېدلی دى.
هغه وايي، پېښه ځاني تلفات نه لري خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
هغه وويل، د اور وژنې ډله ساحې ته رسېدلې خو د اور لګېدنې لامل تر اوسه روښانه نه دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP