ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یو شمېر باغونه د «شفته» په نوم مرض زیانمن کړي

غزني کې یو شمېر باغونه د «شفته» په نوم مرض زیانمن کړي

غزني ښار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د دوی د مڼو، زردالو، شفتالو او ځینې نورې مېوه‌لرونکې ونې پر یو ډول ناروغۍ اخته شوې او حاصلات یې زیانمن کړي دي.

دوی زیاتوي، د دغه مرض له امله د ونو پاڼې، ښاخونه او تنې غوړ پیدا کوي، کنډ باسي، میاشي او مېږیان پرې ګرځي وروسته یې پاڼې غبرګېږي او مېوه یې چینجي‌وهلې ښکاري چې د کرنې برخې پوهان دغه ناروغي د «شفته» په نوم یادوي.

د غزني ولایت د بېلابېلو سیمو بڼوال وايي، د یادې نباتي ناروغۍ له امله د دوی ډېرې ونې زیانمنې شوې او له کرنې ریاست او اړوندو خیریه بنسټونو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د غزني ښار اړوند د جلالزو سیمې د نیازو کلي اوسېدونکي ۷۰ کلن محمدخان پژواک خبري اژانس ته وویل، په خپل باغ کې د یادې ناروغۍ له امله زیانمنو شوو ونو ته اندېښمن دی؛ ځکه سږ کال یې د باغ ډېری ونې پر دې ناروغۍ اخته شوې چې له امله یې مېوه خرابه شوې او د کال خواري یې اوبو یووړه.

هغه زیاتوي: «تر اوسه پورې یې داسې رنځ نه و لیدلی، دا لومړی ځل دی چې په خپل باغ کې دغه ډول ناروغي وینم.»

د یاد کلي یوه بل بڼوال محمداسماعیل پژواک اژانس ته وویل، تېر کال یې مېوې ږلۍ، بارانونو او سېلابونو خرابې کړې، خو سږ کال بیا یو ډول ناروغي پیدا شوې چې پر ونو میاشي او مېږیان ګرځي، پاڼې یې غبرګې شوې او مېوې یې چینجي‌وهلې ښکاري.

هغه غوښتنه کوي چې په غزني ولایت کې خیریه موسسې او کرنې ریاست دې له بڼوالو سره د عامه پوهاوي ترڅنګ، د نباتي درملو مرسته هم وکړي.

بلخوا بیا د کرنې برخې پوهان وايي، یاده ناروغي ساري بڼه لري او که مخنیوی یې ونه شي، نو هر کال له یوې ونې بلې ته خپرېږي او د ونو او بوټو د وچېدو لامل ګرځي.

دوی همداراز یاده ناروغي د بڼوالۍ لپاره جدي ګواښ ګڼي او وايي، د نه مخنیوي په صورت کې به بڼوال له سخت زیان سره مخ شي.

انجنیر محمداصف چې د غزني پوهنتون په کرنې پوهنځي کې یې لوړې زده‌کړې کړې، په دې باور دی چې یاده نباتي ناروغي ساري بڼه لري، پر مېوه‌لرونکو ونو ناوړه اغېزه کوي، شیره ورڅخه خوري او ونې کمزورې کوي.

هغه زیاتوي: «په غزني کې بزګرانو ته د ځمکو او باغونو د درملو د ورکړې، د درملو د پاشلو، د ناروغیو د کنټرول او وسایلو د کارونې په اړه هیڅ عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی چې له امله یې بزګران او بڼوال له ځینو دا ډول ستونزو سره مخ کېږي.»

 په ورته وخت کې، د غزني ولایت د کرنې ریاست مسوولین هم مني چې یادې ناروغۍ ډېرې ونې زیانمنې کړې دي، خو وايي، په پام کې لري چې په دې برخه کې له بڼوالو سره مرستې وکړي.

 د غزني د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې مدیر محمد زکریا هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې ناروغۍ د بڼوالو ونو ته ډېر زیانونه اړولي او دوی تر اوسه د دغه ولایت بڼوالو ته ۵۰ لېتره درمل -چې هر لېتر د ۱۲۰۰ ونو لپاره دي- وېشلي دي.

هغه زیاتوي: «په راتلونکي کې هم ورته پلان لرو چې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې دغه ډول دواه ووېشو.»

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ډېری نور بزګران هم شکایت کوي چې د کرنې ریاست او یا هم خیریه موسسو دوی ته د نباتي ناروغیو او کرنیزو پرمختګونو په تړاو عامه پوهاوی نه دی ورکړی، څو د دغه ډول ناروغیو د مخینوی په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

Views: 913

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.