کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان بانک تېر لمریز کال د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي؛ که څه هم اقتصادي شنونکي دغه اقدام د لنډمهال لپاره اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې حکومت باید پر نورو لارو هم غور وکړي.
د افغانستان بانک پر اېکسپاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه بانک د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله بیا تر پایه ټول ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر په ۲۳ ځلونو کې د داوطلبۍ له لارې په لاندې ډول لیلام کړي:
وري میاشت کې په پنځو ځلونو کې ۸۲ میلیون ډالر، غويي میاشت کې په دوو ځلونو کې ۳۲ میلیون ډالر، چنګاښ میاشت کې په څلورو ځلونو کې ۶۰ میلیون ډالر، وږي میاشت کې په دوو ځلونو کې ۳۰ میلیون ډالر، لېندۍ میاشت کې یو ځل ۱۶ میلیون ډالر، مرغومي میاشت کې په درې ځلې ۴۹ میلیون ډالر، سلواغې میاشت کې پنځو ځلونو کې ۱۱۷ میلیون ډالر او کب میاشت کې یو ځل ۲۰ میلیون ډالر.
د یادونې ده، د غبرګولي، زمري، تلې او لړم میاشتو کې ډالر نه دي لیلام شوي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بانک توانېدلی چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بازارونو کې د ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک توانېدلی چې د معقولو پولي سیاستونو په تطیبق سره د افغانۍ د ارزښت په ښه ډول ساتنه وکړي او پرې نه ږدي چې په دې برخه کې حاد نوسانونه رامنځته شي.
د نوموړي په خبره، دغه بانک د پولي سیاستونو بېلابېل ابزار کاروي څو خپلې لومړنۍ موخې ته چې د کورنیو بیو ټیکاو دی، ورسېږي.
بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان بانک له خوا د ډالرو لیلام د افغانۍ د لنډمهال ثبات لپاره اغېزناک بولي، خو د اوږدمهال لپاره یې کافي نه ګڼي او ترڅنګ یې د صادراتو پر زیاتولو، د بهرنۍ پانګې پر جذب، د سیاسي ثبات پر ټینګښت او د اقتصادي بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي نورالله عزیز پژواک ته وویل، د افغانستان بانک یوه دنده د افغانۍ ارزښت ساتل، د پلانونو او برنامو پلي کول دي.
دی وايي، هر څومره چې افغانۍ باثباته وي، په هغومره اندازه د انفلانسیون مخنیوی کېدای شي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک که څه هم د افغانۍ د ثبات لپاره وخت پر وخت ځیني پروګرامونه پلي کړي خو بیا هم د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو لپاره تقاضا هر وخت موجوده وي؛ ډېری خلک د دې لپاره چې له بهره توکي راوارد کړي، خپلې افغانۍ پر ډالرو بدلوي.
دی زیاتوي، د افغانستان بانک ته لازمه ده چې پر ټولو هغو پروګرامونو او پالیسیو تمرکز وکړي کوم چې کولای شي د افغانۍ د ثبات برخه کې اغېز لري.
د هغه په خبره، د ډالرو لیلام په لنډمهال کې د حل لار ده خو په اوږدمهال کې حکومت ته په کار ده چې پر نورو لارو غور وکړي چې هغه د صادراتو زیاتوالی او د بهرنۍ پانګې جذب دي.
د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي صیام پسرلي د یادې موضوع په اړه پژواک ته وویل، د افغانیو ثبات د هېواد لپاره ډېر مهم دی او په دې پورې اړه لري چې په داخلي مارکېټونو کې د کاروبار برخه کې څومره افغانۍ بندې دي او ګټه ترې اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه، د هېواد سیاسي وضعیت د افغانۍ پر ثبات اغېز لري او دا مهمه ده چې د کاروبار برخه کې هم له افغانۍ کار واخیستل شي.
نوموړي وویل، د افغانستان بانک له لوري وخت ناوخت په بازار کې د ډالرو لیلام د افغانۍ پر ثبات په لنډمهال کې اغېز لري خو د اوږدمهال لپاره د حل لار نه ده.
د هغه په وینا چې د اوږدمهال لپاره حللاره دا ده چې له فقر سره مبارزه وشي، د بېکارۍ کچه راټیټه شي، د خلکو لپاره کارونه پیدا شي، سیاسي ثبات رامنځته شي او په ټوله کې د کاروبار په ټولو برخو کې له افغانۍ ګټه واخیستل شي.
ورته مهال، د کابل شهزاده سرای د صرافانو او د پولي خدمتونو ټولنې مرستیال ویاند فیضي ځدراڼ پژواک ته وویل، د افغانستان پولي سیسټم یو مدیریتي سیسټم دی.
دی وايي، د افغانستان بانک وخت ناوخت په بازار کې د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه ډالر لیلاموي چې دغه کار د ډالر او افغانۍ ترمنځ موازنه ساتلې ده.
هغه د افغانستان بانک له لوري خپرو شوو خبرتیاوو ته په اشاره وویل، یاد بانک په کافي اندازه ذخایر لري او دغه بانک د خپل مدیریتي سیسټم په اډانه کې توانېدلی چې له ملي کرنسۍ ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله بیا تر پایه پورې د افغانیو ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP