ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک تېر کال ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک تېر کال ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي

author avatar
20 Mar 2024 - 09:46
د افغانستان بانک تېر کال ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي
author avatar
20 Mar 2024 - 09:46

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک وايي، دغه بانک تل هڅه کوي چې د پولي سیاست له بېلابېلو ابزارو په ګټې اخیستنې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي چې د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو لیلام د هېواد پولي ثبات ساتلو کې مرسته کړې ده.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې د افغانستان بانک د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله بیا تر پایه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه بانک د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال په وري میاشت کې په اتو ځلونو کې ۱۱۷ میلیون، غويي میاشت کې په دوو ځلونو کې ۲۸ میلیون، غبرګولي میاشت کې یو ځل ۱۴ میلیون، چنګاښ میاشت کې دوه ځلې ۲۸ میلیون، زمري میاشت کې پنځه ځلې ۶۷ میلیون، وږي میاشت څلور ځلې ۵۸ میلیون، تله کې درې ځلې ۴۲ میلیون، لړم او لېندۍ میاشتو کې هیڅ لیلام نه دی شوی، په مرغومي میاشت کې دوه ځلې ۲۹ میلیون، سلواغه شپږ ځلې ۹۸ میلیون او کب میاشت کې اووه ځلې ۱۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د پولي سیاست له بېلابېلو ابزارونو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانۍ له ارزښته په ښه ډول ساتنه وکړي او په دې وسیله خپلې لومړنۍ موخې ته چې د کورنیو بیو ټیکاو (ثبات) دی، ځان ورسوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د افغانستان بانک په تېر یو کال کې وکولای شول د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې ثابت وساتي او د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو لیلام د هېواد د پولي ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده.

د اقتصادي چاور شنونکي عبدالنصیر رشتیا د اړوندې موضوع په تړاو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان په بازارونو کې په اونیز ډول د ډالرو لیلام د هېواد پولي ثبات په ساتلو کې مرسته کړې ده.

نوموړي د اسلامي امارت له خوا ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق مخنیوی، په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز او د افغانیو چلښت او د افغانستان د صادراتو ډېروالی د هغو لاملونو په توګه یاد کړل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت یې ثابت ساتلی دی.

هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم د افغانستان بانک پولي سیاستونه د دې لامل شوي چې په بازار کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې وساتي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي قیس محمدي پژواک خبري اژانس ته د یادې موضوع په اړه وویل، د افغانستان بانک په تېر یوه کال کې وکولای شو چې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې با ثباته وساتي.

دی وایي، د افغانستان بانک ځینې پالیسۍ لکه په بازار کې د ډالرو لیلام د دې لامل شو چې د افغانیو ارزښت د ډېرو بهرنیو اسعارو په مقابل کې با ثباته پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل بیا تر پایه پورې د افغانیو ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۷۱ ځلونو کې ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

Visits: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.