[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلي چې د یوه ټولشمول حکومت نه شتون افغانستان د بېثباتۍ لور ته بیایي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د غبرګولي په ۳۱مه د شپې ناوخته په یوه ټویټر کې لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا یادې څرګندونې د افغانستان په اړه دا منیت شورا ځانګړې غونډې ته وکړې.
سرچینې زیاته کړې، نوموړي سرپرست حکومت “منزوي او استبدادي” وباله او ویې ویل چې د دغه حکومت غړي ټول “سړي” او نږدې ټول یې “پښتانه” دي.
In her briefing to Security Council today, UNAMA head Otunbayeva urged df #Taliban authorities to rescind recent bans, incl. those preventing #Afghan women from working in @UN, to enable UN to continue its full support to the Afghan people.
Full briefing: https://t.co/gxZt7zKo1O pic.twitter.com/AiX34eq22v
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 21, 2023
هغې وویل، د یو ټولشمول حکومت نه شتون افغانستان د بېثباتۍ لور ته بیایي.
اوتونبایوا زیاته کړه، ملګري ملتونه په افغانستان کې له خورا پېچلي وضعیت سره مخ دي؛ سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې له کوم دلیل پرته له کار کولو منع کړې دي.
په افغانستان کې د نوي حاکومت له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر کار او تعلیمي فعالیتونو محدودیتونه وضع کړي دي.
د یوناما مشرې اوتونبایوا له سرپرست حکومته وغوښتل چې که غواړي د رسمیت پېژندلو پر لور یې ګام پورته شي او د ملګرو ملتونو ادارې په اغېزناکه توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید دغه بندیزونه لغوه کړي.
هغې د کوکنارو د کرکيلې کمېدو هرکلى وکړ او له نړۍوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو يې وغوښتل چې د بديل کښت لپاره له کروندګرو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په موثره توګه د بشردوستانه مرستو رسول د نړۍوالو قوانینو له مخې د ښځو په ګډون ټولو بشردوستانه سازمانونو ته بشپړ، ګړندي، خوندي او بې خنډه لاسرسي ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی پر پخوانیو محدودیتونو سربېره د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو منفي او جدي اغېزه کړی او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت لامل شوی دی.
مېرمن اوتونبایوا او د دې غونډې نورو ګډونوالو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۸۱ شمېرې پرېکړهلیک ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې درناوی ورته وکړي.
[/restrict]
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن