[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې ناسته کې له افغانستان سره پر دوامداره بشري مرستو د ټینګار ترڅنګ، له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱) د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه وکړه.
د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیت شورا غړو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د افغان ښځو او نجونو د کار او زدهکړو پر حق د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ .
امنیت شورا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.
سرچینې زیاته کړې، په نننۍ غونډه کې پر بشردوستانه مرستو، بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږهکیو حقونو، امنیت، ترهګرۍ، نشهیي توکو، اقتصادي او ټولنیز کړکېچ، خبرو اترو او مشارکت باندې بحث وشو.
د یادې غونډې برخهوالو د افغانستان له خلکو سره د بشري او دوامدارو مرستو پر دوام ټینګار وکړ او له سرپرست حکومت سره یې د نړۍوالې ټولنې تعامل مهم وباله.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۷مه (د غويي ۷مه) یو پرېکړهلیک صادر کړ چې د افغان ښځو او نجونو د کار او زدهکړو پر حق د اوسني حکومت بندیزونه پکې غندل شوي وو او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړهلیک چې د څه باندې ۹۰ هېوادونو له خوا په غوڅ اکثریت تائید شوی، تصویب کړ.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي ترهګریزو بریدونو په ځانګړې توګه د بدخشان دوو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، هېواد یې هر ډول ترهګریز عمل غندي او له سرپرست حکومت یې وغوښتل چې د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
هغې له سرپرست حکومته وغوښتل چې د امنیت شورا ۲۶۸۱ پرېکړهلیک ته درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولو ټولنیزو چارو کې په معقوله توګه برخه واخلي.
هغې وویل: «د افغان ښځو هیله د له منځه تللو په حال کې ده.»
د چین استازي په دې غونډه کې وویل، افغانستان له ګډوډۍ څخه د ثبات پر لور د انتقال په خورا مهم حالت کې دی او د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري. هغه له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ او دا یې د باور جوړولو او اندېښنو د حل یوازینۍ لار وبلله.
هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې وغوښتل چې له اسلامي امارت سره د ښه تعامل لپاره دې د سرپرست حکومت پر مشرانو د سفر بندیزونه لغوه کړي.
د چین، روسیې او برازیل استازو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي.
د تاجکستان استازي د داعش، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان او داسې نورو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ وباله.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP