پلخمري (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (جمعه) سهار څلور بجې یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر چې له بلخ څخه کابل ته روان و، د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د دهن لرخاب سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې ۲۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د مسافر وړونکي ۵۸۰ موټر چلوونکی او کلېنر دواړه مړه شوي او د دوو ښځو په ګډون ۲۱ نور کسان ټپیان شوي چې د ځايي خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دې پېښې ولایتي روغتون ته له ور وړل شوو ټپیانو یوه ساه ورکړې ده او د دوو روغتیايي حالت نازک دی.
هغه پژواک ته وویل، دوه ټپیان چې یوه یې ښځه وه، کابل ته لېږدول شوي او د ولایتي روغتون ډاکټرانو په وینا، د پاتې ټپیانو لومړنۍ درملنه شوې، روغتیایي حالت یې ښه دی او ځیني یې له روغتونه رخصت شوي دي.
دوه اونۍ مخکې هم په بغلان کې د سپرلیو موټر چپه کېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 226
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن