منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۵ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او شل نور ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۶ کتنې · تازه شوی

پلخمري (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (جمعه) سهار څلور بجې یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر چې له بلخ څخه کابل ته روان و، د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د دهن لرخاب سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د مسافر وړونکي ۵۸۰ موټر چلوونکی او کلېنر دواړه مړه شوي او د دوو ښځو په ګډون ۲۱ نور کسان ټپیان شوي چې د ځايي خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دې پېښې ولایتي روغتون ته له ور وړل شوو ټپیانو یوه ساه ورکړې ده او د دوو روغتیايي حالت نازک دی.

هغه پژواک ته وویل، دوه ټپیان چې یوه یې ښځه وه، کابل ته لېږدول شوي او د ولایتي روغتون ډاکټرانو په وینا، د پاتې ټپیانو لومړنۍ درملنه شوې، روغتیایي حالت یې ښه دی او ځیني یې له روغتونه رخصت شوي دي.

دوه اونۍ مخکې هم په بغلان کې د سپرلیو موټر چپه کېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ‌‌‎ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه