Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۱۹۲ افغان کډوال له اماراتو څخه کاناډا ته ولېږدول شول
آرشیف

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کانا‌ډا د کډوالۍ وزیر ویلي چې ۱۹۲ افغان کډوال یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ وزیر شان فریزر د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره لیکلي چې دغه پناه‌غوښتونکي د یوې چارټر الوتکې په وسیله له متحده عربي اماراتو څخه د کاناډا هالیفاکس ښار ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د کاناډا دولت د ۲۰۲۳ کال تر وروستیو پورې د ۴۰ زره افغان کډوالو منلو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کاناډا د کډوالۍ اداره له متحده عربي اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلې وه چې له مخې به یې، په اماراتو کې مېشت یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي دغه هېواد ته ولېږدوي.

د یادې هوکړې پر اساس، ۱۰۰۰ افغانان چې په افغانستان کې د تېر دولت د پرځېدو پر مهال متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو، کاناډا ته به لېږدول کېږي.

په ورته مهال، د المان فدرال دولت هم تېره ورځ اعلان وکړ چې په پام کې لري، په راتلونکې اونۍ کې د افغانانو د منلو او لېږد لړۍ بیا پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.