[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په بلوچستان ایالت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان یوې ښځې ځانمرګی برید کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د تربت سیمه کې شوې ده.
د تربت پولیسو ویلي، د یوې ښځې له خوا په ترسره شوي ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د تربت پوليسو یوه مشر عبدالحکيم ډیوه راډیو ته ویلي، د تربت ښار په مير چاکر سړک کمشنر هاوس ته څېرمه پر امنیتي ځواکونودا برید شوی دی.
[/restrict]
Views: 636
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن