ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یوه سوداګر د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت تفریحي پارک او جومات جوړ کړ

سمنګان کې یوه سوداګر د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت تفریحي پارک او جومات جوړ کړ

author avatar
25 Jun 2023 - 15:25
سمنګان کې یوه سوداګر د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت تفریحي پارک او جومات جوړ کړ
author avatar
25 Jun 2023 - 15:25

ایبک (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د سمنګان یوه سوداګر چې په دې وروستیو کې یې دغه ولایت کې د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو معیاري تفریحي پارک او یو جومات جوړ کړی وایي، هوډ لري چې نورې ټول‌ګټې پروژې هم پلې کړي.

د هېواد یو ملي سوداګر حاجي مول‌الدین -چې کلونه کېږي په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي- له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دغه پارک او جومات یې د خلکو په غوښتنه جوړ کړی او تصمیم لري څو نورې پروژې هم عملي کړي.

هغه وویل، پر دغه پارک او جومات ۷۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی او زیاته یې کړه: «د پارک او جومات د پرانیستې ترڅنګ مو د اوبو بند د بنسټ ډبره هم کېښوده، څو په راتلونکي کې وکولی شو چې له دغه بند څخه د ځمکو خړوبولو او سیمې زرغونېدو کې هم استفاده وشي.»

د سیمې یوه قومي مشر محمداصف عظیمي په دې اړه وویل چې د یاد پارک او جومات جوړولو چارې له درې‌نیمو کلونو راهیسې پیل شوې وې چې پر ۳۴۵۰ جریب ځمکه جوړ شوي او له ۵۰ زره ډېر نیالګي پکې ایښودل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دې پروژې لګښت د یوه خیرخواه کس له خوا ورکړل شوی او ټاکل شوې چې له دغه پارک سره نږدې د اوبو یوه ذخیره هم جوړه شي، نن یې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې له دغه بند نه په استفادې سره به د سمنګان د اوبو کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي او د موسمي سېلابونو د راوتلو مخه به هم  ورسره ونیول شي.»

عظیمي د یاد پارک جوړېدا په سیمه کې یو بې‌ساری اقدام وباله او له ټولو سوداګرو او خیرخواه خلکو یې غوښتنه وکړه څو د هېواد په ابادۍ کې فعاله برخه واخلي.

د سمنګان پوهنتون یوه استاد عبدالبشیر کریمي پژواک ته وویل، هر انسان له رواني پلوه تازه هوا ته اړتیا لري چې د رنګارنګو ګلانو په شتوالي او د پارکونو او سرسبزۍ په جوړولو سره د انسان روان ته ګټه رسېږي او انسان د روغتیا او تفکر خوا ته بیایي.

هغه زیاته کړه: «یوه ونه شاوخوا ۱۸ کسانو ته اکسیجن ورکوي، د ونو او نیالګیو په ایښودلو سره له یوې خوا سیمه ښایسته کېږي او له بلې د چاپېریال په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.»

نوموړي هم له ټولو ملي سوداګرو او خلکو وغوښتل چې د داسې کسانو په څېر دې د هېوادوالو د خدمت په موخه پارکونه او تفريحي ځايونه جوړ کړي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.