ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر اسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپیدي غوره جایزه ګټلې

ډاکټر اسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپیدي غوره جایزه ګټلې

author avatar
25 Jun 2023 - 11:35
ډاکټر اسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپیدي غوره جایزه ګټلې
VOA
author avatar
25 Jun 2023 - 11:35

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): ډاکټر محمداسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپيدي غوره جایزه ګټلې او ټاکل شوې د روان ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د یوې خیریه ټولنې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته وسپارل شي.

د امریکا غږ په راپور کې د یادې ټولنې د مسوولینو له قوله لیکل شوي، دغه جایزه په افغانستان کې د هډوکو جراحۍ، کامیابه درملنې او په افغانستان او نړۍ کې خپلو همکارانو ته د ښو لارښوونو له کبله ډاکټر اسماعیل وردګ ته ورکول کېږي.

د ساین ټولنې اجرائیوي مشره جین ډیلنر وايي، ډېر ډاکټران دغه جایزې ته نومول شوي وو خو «ډاکتر وردګ تر ټولو غوره و؛ ‌ځکه هغه تر نورو روزونکو موږ ته ډېره لارښونه کړې.»

د ساین ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر لوېس زېرکل وايي، ډاکټر وردګ د هډوکو درملنې لپاره ګټور وسایل اخترع کړي او دغه افغان ډاکټر «غوره ښوونکی او غوره جراح دی.»

په راپور کې د ډاکټر اسماعیل وردګ له قوله لیکل شوي چې هغه د ساین (SIGN Fracture Care International) خیریه ټولنې اړوند شاوخوا شل پروګرامونه په افغانستان کې عملي کړي دي.

وردګ زیاتوي، د ساین خیریه ټولنه د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې پروګرامونه لري خو په افغانستان کې یې فعالیتونه د نورو هېوادونو په پرتله بریالي دي.

د ډاکټر وردګ په وینا، دوی په تېرو څو کلونو کې د ساین ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې د هډوکو ۱۵۰۰۰ کامیاب عملیات ترسره کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډاکټر اسماعیل وردګ څو کاله مخکې د زنګون او د څنګل ماتو هډوکو درملنې لپاره یوه طبي اله اختراع کړې چې اوس په نړۍواله کچه منل شوې ده.

Views: 616

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.