Language

«د افغانستان زندانونو کې څه باندې ۱۷ زره کسان بندیان دي»

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د زندانونو چارو تنظیم ادارې نظامي مرستیال د محبسونو له مسلکي کورس څخه د ۱۲۴ کسانو فراغت‌غونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې څه باندې ۱۷ زره ۶۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان شوي دي.

د محبسونو مسلکي کورس څخه ۱۲۴ کسان د تلاشي، د بندیانو لېږد، له بندیانو سره چلند، د پایوازانو تلاشي، زندانونو ته د نشه يي‌توکو لېږد مخنیوي او نورو برخو کې له زده‌کړو وروسته نن (یک‌شنبه) فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.

یاد فارغان له مرکز او ولایتونو څخه وو.

چارواکي زیاتوي، یاد کسان په داسې ډول روزل شوي چې له اصولو او مقرراتو سره اشنا شي او په زندانونو کې یې پلي کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب‌الله بدر وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له ټول هېواده د بېلابېلو جرمونو لکه غلا، انسان تښتونې، قتل او نورو جرمونو په تور ۱۷۶۰۰ کسان نیول شوي او بندیان دي.

د هغه په خبره، د یادې ادارې په زندانونو کې سیاسي بندیان نشته او هغوی د استخباراتو عمومي ریاست کې ساتل کېږي.

بدر وویل، د یاد شمېر بندیانو له ډلې له ۵۰۰ تر ۵۵۰ کسان ښځینه دي.

هغه زیاته کړه چې د سترې محکمې له خوا یو کمېسیون جوړ شوی چې غړو یې په زندانونو کې له بندیانو سره لیدلي او ډېر بندیان به د اختر په ورځو کې ازاد شي، خو د خوشي کېدونکو بندیانو شمېر به له دغه کمېسیون سره وي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېر حکومت پر مهال لږ تر لږه ۲۹ زره کسان د هېواد په زندانونو کې بندیان وو او کله چې د سقوط په ورځو کې زندانونه خلاص شول هغوی وتښتېدل.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان په محبسونو کې هیچاته جسمي او روحي شکنجه نه ورکول کېږي، بلکې د بندیانو د اصلاح پر ځای بدل شوی دی.

په ورته وخت کې، د پنجشېر زندان د امنیتي ټولي قوماندان سمونیار زبیدالله وایي چې د شپږو اوونیو دغه کورس کې یې د تلاشۍ، د بندیانو لېږدولو، له بندیانو سره چلند څرنګوالي، د پایوازانو تلاشۍ، زندانونو ته د نشه‌يي توکو انتقال مخنیوي او نورو اړوندو برخو کې یې زده‌کړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د زندانونو چارو تنظیم ادارې تعلیمي مرکز کې د مسلکي استادانو له خوا زده‌کړې ورکول کېږي.