ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ګېرو ځیني اوسېدونکي: حکومت دې زموږ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

د غزني د ګېرو ځیني اوسېدونکي: حکومت دې زموږ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

غزني ښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني د ګېرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په دېسي او بډي سیمو کې هیڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

دوی وايي، د دېسي او بډي په نامه پراخې سیمې -چې ۶۰ جوماتونه او شاوخوا پنځه زره کورونه لري- ماشومانو ته د زده‌کړو هیڅ زمینه برابره نه ده او له دغه نعمته محروم پاتې دي.

د یادې سیمې یوه قومي مشر حاجي زلمي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې ډېرې هڅې کړې چې په خپله سیمه کې یو ښوونځی جوړ کړي، خو د جګړو او نورو ستونزو له امله ونه توانېدل او په دغه برخه کې یې ارمانونه نیمګړي پاتې شوي دي.

هغه د خپلې سیمې د ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دی او وایي، که د زده‌کړو زمینه ورته برابره نه شي نو د جهل په تیارو کې به لوی شي.

یوه بل قومي مشر سیدعالم پژواک ته وویل، پخوا به خلکو نه غوښتل چې پر خپلو ماشومانو زده‌کړې وکړي خو اوس حالت بدل شوی او له زده‌کړو سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې چې دولت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

په سیمه کې یوه دیني عالم ملا رحمت‌الله هم پژواک ته وویل چې په دېسي او بډي سیمو کې د ښوونځيو په برخه کې هیڅ ډول کار نه دی شوی؛ خو هغه زیاتوي چې دا د حکومت مسوولیت دی، څو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په ور ته وخت کې، د یادو سیمو یو شمېر ماشومان هم په یوه خوله وايي چې له زده‌کړو سره ډېره لېوالتیا لري او که ښوونځي ورته جوړ شي، غواړي چې په راتلونکي کې ډاکټران، انجنیران … شي.

دغه ماشومان د پوهنې ریاست له چارواکو د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او زیاتوي چې نه غواړي نور له زده‌کړو محروم پاتې شي.

بلخوا، د غزني د پوهنې ریاست مسؤولین له پژواک سره خبرو کې وايي، د ښوونځيو ودانۍ، د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی نه یوازې په دغه ولایت کې یوه ستونزه ده، بلکې ډېر نور ولایتونه هم ورسره مخ دي.

د غزني د پوهنې رئیس مولوي میرسید نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل: «رشتيا هم د ګېرو ولسوالۍ د دېسي سیمه د تعليم په برخه کې شاته پاتې او محرومه ده چې لامل يې په تېرو وختونو کې جګړې او د تېر حکومت نه پاملرنه وه.»

د نوموړي په خبره، نږدې یوه میاشت کېږي چې د بي‌بي امنې په نوم د نجونو لومړنی ښوونځي جوړ شوی، خو تر اوسه جدید شمول دی او یوازې درې بستونه ورته منظور شوي دي.

هغه زیاتوي چې د یادې سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې به له مرکزي ادارې سره شريکه کړي، څو د ښوونيز بهير ته یې پاملرنه ډېره شي.

د یادونې ده، د غزني ولایت په ټولو لرو سيمو کې ځیني خلک شکايت کوي چې د پوهنې ترڅنګ، له ډېرو نورو اسانتیاوو هم بې‌برخې پاتې شوي دي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.