ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېر لمریز کال د غاليو صادراتو کچه د وړم کال په نسبت ٥٥ سلنه لوړه وه»

«تېر لمریز کال د غاليو صادراتو کچه د وړم کال په نسبت ٥٥ سلنه لوړه وه»

author avatar
28 Jun 2023 - 11:34
«تېر لمریز کال د غاليو صادراتو کچه د وړم کال په نسبت ٥٥ سلنه لوړه وه»
author avatar
28 Jun 2023 - 11:34

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د غالیو د تولید او صادرولو اتحادیه وایي، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د غالیو صادراتو کچه د وړم کال په پرتله نږدې ۵۵ سلنه لوړه وه او هم یې د اوبدونکو شمېر ډېر شوى دی.

د یادې موضوع په اړه د افغانستان غالیو د تولید او صادرولو اتحادیې رییس نوراحمد نوري پژواک وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې شاوخوا ۸۰۰ زره متر مربع غالۍ او ټغر بهر ته صادر شوي دي.

هغه وايي، په ۱۴۰۱ کال کې بیا یو میلیون ۲۳۵ زره متر مربع غالۍ او ټغر صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

نوموړی وایي، دغه صادرات تر ډېره امریکا، اروپا هېوادونو، ترکیې او پاکستان ته شوي دي.

هغه وایي، په هېواد کې د کارنشتوالي له امله ګڼ شمېر کسانو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

د نوري د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې په ټول هېواد د غالیو اوبدلو صنعت کې شاوخوا یو میلیون کسانو کار کاوه خو په ۱۴۰۱ کال کې بیا دغه شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زره کسانو ته لوړ شوی دی.

هغه وویل: «له ۶۰ څخه تر ۶۵ سلنه پورې د غالیو تولیدات د هېواد په شمال کې ترسره کېږي خو د تېرو درېیو کلونو راهیسې په شمال زون کې دوامداره وچکالي ده او خلک نور کار نه لري چې په کور کې یې وکړي، نو د بې‌کارۍ له امله یې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.»

دغه راز صالحه غلامي چې د مزارشریف ښار په ځینو برخو کې د غالیو اوبدلو څلور مرکزونه لري، پژواک اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې ډېرو خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغې زیاته کړه، شاوخوا ۱۱ میاشتې مخکې یې د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت د غالیو اوبدلو څلور مرکزونه جوړ کړي چې اوس په کې ۴۰۰ ښځې کار کوي.

نوموړې وایي، مخکې دغو ښځو په کورونو کې غالۍ اوبدلې خو کله یې چې دغه مرکزونه جوړ کړل، اوس په هر مرکز کې ورسره ۱۰۰ ښځې کار کوي.

غلامي زياتوي: «په دې خاطر مې دغه مرکزونه جوړ کړي چې په هېواد کې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونه تړل شوي او یو شمېر ښځې بېکاره دي، نو بايد دلته کار وکړي.»

غلامي وایي، دغه ښځې یو متر مربع غالۍ ورته په ۳۰۰۰ افغانۍ اوبي.

دا وایي: «له ما سره په دغه مرکز کې داسې ښځې شته چې مخکې یې دندې درلودې خو اوس بېکاره شوې او داسې نجونې هم شته چې مخکې یې زده‌کړې کولې خو اوس یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.»

هغې زیاته کړه، په دغو څلورو مرکزونو کې په میاشت کې ۱۰۰ متره مربع غالۍ تولیدوي او بیا یې پر نورو شرکتونو یې پلوري.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک اژانس ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د غالیو اوبدلو له سکټوره هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړی وویل، یاد وزارت د غالیو صادرولو په برخه او همدارنګه د خامو موادو په واردولو کې غالۍ اوبدونکو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند دا هم وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې ۸۰۰ زره متر مربع غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې خو په ۱۴۰۱ کې بیا یو میلیون او څه بادې ۲۰۰ زره متر مربع غالۍ صادر شوې دي.

د غالیو اوبدل په افغانستان کې اوږده مخینه لري او یو شمېر کورنۍ له همدې لارې د خپل ورځني ژوند چارې پر مخ وړي او دا یې د عاید سرچینه بلل کېږي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.