Pajhwok Afghan News

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران اټکل کړی

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د هواپېژندنې اداره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران له اورېدو چې تالنده، برېښنا او سېلابونه به هم ولري، خبر ورکوي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د چنګاښ ۷مه) د دې ادارې له خوا خپره شوې، راغلي، د چنګاښ  ۷مه او ۸مه د هېواد په مرکز او ۱۴ نورو ولایتونو کې د تېز باران چې سېلابونه او تالنده او برېښنا به هم له ځان سره ولري، اټکل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه اورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردک، پروان، کاپیسا، پنجشېر او کابل کې اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې معلوماتو له مخې، د اورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

Views: 1454

Exit mobile version