[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا متحدو ایالتونو او ازبکستان ځانګړو استازو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.
د ا مریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسیا څانګې د چنګاښ په ۱۰مه، په یوه ټویټ کې لیکلي، د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو غاړو د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
په ټویټ کې راغلي چې له افغانستان سره په شراکتدارۍ امریکا د ازبکستان له همکاریو مننه کوي.
بلخوا د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې لیکلي، د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي کاملوف سره د بیا لیدنې د فرصت برابرېدو هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې، ازبکستان د افغانستان په تړاو ډیپلوماسۍ او د افغانانو په ملاتړ کې خپلې مهمې او فعاله ونډې ته دوام ورکوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP