Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران: افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدوديتونه دې لرې شي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): په مغولستان کې د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د یوې ناستې پر مهال له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړي.

 د المان، اندونيزيا، جنوبي افريقا، فرانسې، لختن‌اشتاین او منګوليا د بهرنيو چارو وزيرانې د مغولستان په پلازمېنه اولان باتور ښار کې سره راټولې شوې وې.

د يادو هېوادنو د بهرنيو چارو ښځینه وزيرانو تېره ورځ د يوې ګډۍ اعلاميې په خپرولو سره له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

په یاده اعلامیه کې راغلي، د دې ناستې ګډونوال په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د برابر، خوندي او معنى لرونکي ګډون غوښتنه کوي.

 په اعلامیه کې زیاته شوې: «له طالبانو غواړو هغه تګلارې او کړنې بېرته واخلي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه د دوی لاسرسی محدودوي، لکه زده کړې، کار ته لاسرسی، د حرکت ازادي، په عامه ژوند کې د ښځو بشپړ مساوي او معنی لرونکی ګډون او له ټولو دولتونو او سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو د منشور سره سم د دې پالیسیو بیړني بدلون ته وده ورکړي.»

دغه‌راز د تېرې غبرګولي میاشتې په ۳۱مه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې ناسته کې له سرپرست حکومته غوښتې وو چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دې لغوه کړي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى خو تر دې مخکې يې ويلي دي چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.