جلالاباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): ننګرهار کې یوه ځوان ډاکټرانو، روغتونونو او لابراتوارونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي او وخت اخیستو لپاره د «صحت عامه» په نوم يو اپلېکېشن جوړ کړی دی.
د دغه اپلېکېشن له لارې خلک کولای شي د خپلو ناروغيو درملنې لپاره تجربه لرونکی ډاکټر ومومي، نوبت ونیسي او دغه راز روغتونونو او لابراتوارونو ته هم په اسانه لاسرسی ولري.
د یاد اپلېکېشن جوړوونکی وايي، تر اوسه یې تر سلو پورې ډاکټران، يو شمېر مجهز روغتونونه او لابراتوارونه ثبت کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
حبيبالله جبارخېل چې د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، لومړنۍ زدهکړې يې د جلالاباد ښار په نصرت لېسه کې ترسره او لوړې زدهکړې يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې کړې دي.
هغه وایي، په انلاين بڼه یې په يو شمېر نړۍوالو کورسونو کې د سافټوير جوړونې برخه کې زدهکړې کړې او د داسې يو سافټوير نه شتون او د خلکو ستونزو اړ کړی چې یاد اپلېکېشن جوړ کړي.
هغه پژواک ته وویل: «له ډېر مخکې راسره دا فکر و نو شپږ مياشتې وړاندې مې هوډ وکړ بالاخره يوه مياشت وړاندې سافټوير بشپړ شو، مصرف مې پرې تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ راغلى دى»
هغه وايي، ډاکټرانو ته په دغه سافټوير کې د شاملېدو لپاره بايد هغوی په يوه برخه کې تخصوص ولري چې اسناد يې بايد شريک شي، روغتونونه بايد د خپلو شته امکاناتو په اړه معلومات سره له انځوره ورکړي او لابراتوار هم بايد د خپلو موجوده ماشينونو او وسايلو او دا چې کوم ډول معاينات کولی شي، بشپړ معلومات ورکړي.
نوموړي زياته کړه: «کله چې يو څوک ناروغ وي يا ناروغ ولري، نو د دغه اپلېکېشن له لارې کولی شي له اړوند ډاکټره مشوره واخلي يا وخت واخلي، روغتونونه کومې اسانتيا لري.»
جبارخېل وايي، په دغه اپلېکېشن کې يې يوه بله برخه د درملتونونو لپاره ځانګړې کړې چې تر کار لاندې ده.
هغه زياتوي، په دې برخه کې به خلک د ډاکټر نسخه پورته کوي يا هم د درملو نوم به ليکي او درملتونونه چې په دې برخه کې راجسټر کېږي، که ورسره دغه درمل موجود وي، ياد کس ته به خپل ادرس ورکوي چې په اسانۍ درمل ترلاسه کړي.
نوموړي دا هم وويل: «د دغه اپلېکېشن يوه ګټه دا هم ده چې ډاکټران، روغتونونه او لابراتوارونه به له خلکو سره د نورو ناروغانو په پرتله تخفيف کوي چې دا چاره اوس پيل شوې او هغو کسانو ته چې د دغه اپلېکېشن له لارې یې مراجعه کړې، تخفيف ورکړل شوی دی.»
حبيبالله جبارخېل وايي، د «صحت عامه» اپلېکېشن يوازې په ننګرهار پورې محدود نه دی، هڅه روانه ده چې د هېواد ټولو ولايتونو ډاکټران، روغتونونه او لابراتوارونه په کې ثبت کړي.
دی وايي، اوس مهال دغه سافټوير يوازې په پښتو او انګليسي ژبو دی خو کار يې روان کړی چې را روانه مياشت به په کې دري ژبه هم ور زياته کړي.
بلخوا عام خلک د دغه ډول سافټويرونو جوړېدل ګټور بولي.
د ننګرهار يوه اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل، دغه سافټوير هم ډاکټرانو ته په ګټه دی او هم ناروغ لرونکو ته؛ ځکه دواړه به ترې په اسانه ګټه اخلي او ناروغ لرونکي به ډاکټرانو او روغتونونو ته اسانه لاسرسی ولري.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي د یاد ځوان له دغه کاره ملاتړ کوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وايي: «دا يو ښه نوښت دی او موږ يې ملاتړ کوو، که په هره برخه کې ستونزه ولري موږ به يې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ حل کړو.»
له دې مخکې د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي يوه محصل له نابينا وګړو سره د مرستې لپاره ځيرکې عينکې او لکڼه جوړ کړي وو.
Views: 48
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP