ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني سردې او سلطان بندونو ته په لومړي ځل کښتۍ وروړل شوې دي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): غزني کې د سلطان او سردې اوبو بندونو ته په لومړي ځل کښتۍ وروړل شوې خو هلته یو شمېر ورغلي کسان وايي، په دغو بندونو کې د پانګونې ترڅنګ باید د ژوند خوندیتوب لپاره وسایل هم باید په پام کې ونیول شي چې اوس نشته.

هغوی زیاتوي، دوه اونۍ کېږي د کښتیو اسانتیا ورته برابره شوې خو د تفریحي وسایلو او کښتۍ راوړلو ترڅنګ دوی د خطر احساس هم کوي؛ ځکه چې په دې وروستیو دوو اونیو کې د کښتیو ډوبېدو له امله ۱۰ کسان ډوب شوي چې ځینې د سیمې لامبو وهونکو له خوا ژغورل شوي دي.

سلطان بند ته راغلی یو سیلاني محمدعمر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ښه خبره ده چې د سردې او سلطان بندونو کې سیاحتي شرکتونو پانګونه کړې خو د انسان له ژوند سره باید لوبې ونه شي، هر ډول خدمات چې وړاندې کېږي، لومړی یې باید مخکي له مخکې د خوندیتوب تدابیر ونیول شې.

هغه زیاته کړه: «په سلطان بند کې یوه اونۍ مخکې د یوې بدې پېښې شاهد وم چې د یوې کورنۍ د ښځو په ګډون ۶ کسان د کښتیو ډوبېدو له امل ډوب شوي وو او د سیمې اب‌بازانو له لوري وژغورل شول خو که دغه اب‌بازان نه وای، ټول به غرق شوي وو.»

بلخوا په سردې بند کې بیا یوه بل کس محمدنعیم پژواک ته وویل: «تاسو وګورئ، په دوه نفري کښتۍ کې څلور نفره ناست دي او یوه یې هم د خوندیتوب واسکټ نه دی اغوستی، د اړوندو ادارو کسان دې دغه ټکي ته په جدي توګه پاملرنه وکړي څو دوه نفري کښتیو ته څلور نفره پورته نه شي.»

نوموړی زیاتوي، د اختر په ورځو کې د سردې بند کې یوه کښتۍ چې څلور کسان په کې سپاره وو، ډوبه شوه، درې کسان وژغول شول او یو ماشوم چې د پکتیکا یحی‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی دا هم وايي، که د اوبو په منځ کې کښتۍ خرابېږي او یا چپه کېږي، د کښتیو راوړلو شرکت د دې ډول پېښو مخنیوي او عاجلې رسېدنې لپاره هیڅ ډول امکانات هم نه لري.

دوی ټول د اطلاعاتو او فرهنګ او له نورو اړوند ریاستونو غوښتنه کوي چې یادو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي څو بندونو ته د ورغلو سیلانیانو چکر پر غم وانه وړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین دغه ډول پېښي ردوي او وايي چې دا هر څه بې بڼسته دي.

د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل، په بندونو کې دغه تفریحي امکانات د افغانتور حکومتي شرکت له لوري کورني او بهرني سېلانیانو ته تیار شوي او عواید به یې هم دغه حکومتي شرکت ته انتقال شي.

د هغه په وینا، اوس مهال ۱۲ تفریحي کښتۍ د غزني سردې او سلطان بندونو ته وړل شوې او په پام کې ده چې له اړتیا سره سم به نورې کښتۍ هم وروړل شي.

خو ترڅنګ یې یوه اونۍ وړاندې د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویلي وو چې د غزني والي هغه دوه لامبو وهونکي وستایل چې په سلطان بند کې یې د ښځو په ګډون د شپږو کسانو ژوند ژغورلی وو.

د یادونې ده، یاد تفریحي امکانات وروسته له هغه د غزني په سردې او سلطان بندونو کې تیار شوي چې په دې وروستیو کې د کورني او بهرني سیلانیانو پام دغه ولایت ته جلب شوی دی.

Views: 2310

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version