ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور اوسېدونکي وايي، د جام منار دې ژر ورغول شي

د غور اوسېدونکي وايي، د جام منار دې ژر ورغول شي

author avatar
4 Jul 2023 - 17:39
د غور اوسېدونکي وايي، د جام منار دې ژر ورغول شي
آرشیف
author avatar
4 Jul 2023 - 17:39

فېروزکوه (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د غور یو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولین د جام منار پر بد وضعیت اندېښنه ښيي او وايي، دغه منار د مخکني نظام د بې‌غورۍ او طبیعي پېښو له‌امله د چپه‌ کېدو‎ له ګواښ سره مخ دی.

د غور جام منار لرغونې ابدې مدیر بهاولدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې د دغه منار ډېرې کاشۍ لوېدلې او داخلي پایو یې هم چاکونه پیدا کړي دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه هره ورځ د منار د میناتورۍ څلور – پنځه بهرنۍ ټوټې رالوېږي، د دې ترڅنګ داخل کې یې هم چاکونه ډېر شوي، که مسوولین پاملرنه ورته ونه کړي، منار د لوېدو په حال کې دی او ډېرې ستونزې به جوړې کړي.»

د هغه په خبره، د تېرو څو کلونو په لړ کې هیڅ بنسټ د دغه منار بیارغونې او ساتنې ته پاملرنه نه ‌ده کړې، هر کال سېلابونه او طبیعي پېښې دغه منار چپه کېدو ته نږدې کوي.

د غور ځیني اوسېدونکي له اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) څخه غواړي څو د دغه منار بیارغولو ته پام وکړي.

جام منار ته څېرمه د غار سیمې اوسېدونکي ملا عبدالحلیم د دې لرغونې ابدې بد وضعیت په‌ تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر حکومت د دغه منار بیارغولو ته پاملرنه نه ‌ده کړې چې له‌ همدې امله د هرې ورځې په تېرېدو نور هم تخریبېږي.

هغه له حکومته د یاد منار بیارغولو او له تاریخي ابدو د ساتنې غوښتنه وکړه.

د جام سیمې بل اوسېدنکی اغامحمد هم له اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو غواړي څو یاد منار له چپه کېدو وژغوري او ویې رغوي.

هغه پژواک ته وویل: «جام منار یوه لرغونې ابده او زموږ ملي سرمایه ده، باید جدي پاملرنه ورته وشي، په داسې حال کې چې منار د چپه کېدو په حال کې دی، د سېلابونو راوتلو ګواښ ډېر دی او ښايي منار نور هم تخریب شي، له نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارته غواړو چې یادې ملي شتمنۍ ته پاملرنه وکړي.»

هغه وویل، د جام منار په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې له ونیسکو سازمان سره د نړۍوالو فرهنګي میراثونو په توګه ‎ ثبت شوی؛ که څه‌هم دغه منار د نړۍوالو فرهنګي میراثونو له ډلې شمېرل کېږي ‎او له‌ دې مخکې چارواکو د هغه بیارغولو ژمنه هم کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.

په ورته مهال، د غور د اطلاعاتو او کلتور امر محمدحماس پژواک ته وویل چې دغه منار د چپه کېدو له ګواښ سره مخ دی او باید رغولو ته یې پام وشي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په دې وروستیو کې وینو چې منار د چپه کېډو له ګواښ سره مخ دی؛ وروستیو سېلابونو ډېر زیان ورته رسولی او د سیند لوري ته کوږ شوی چې همدا کوږوالی یې هر کال زیاتېږي، د یونیسکو سازمان له لوري پاملرنه نه ده ورته شوې، د بیارغولو ژمنې یې شوې خو تر اوسه کوم کار نه دی شوی.»

د غور د شهرک ولسوالۍ په جام سیمه کې له خښتو جوړ دغه منار اته‌سوه کاله مخینه لري چې د ۶۵ مترو په لوړوالي سره د هند د نوي ډیلي له قطب منار وروسته د نړۍ دویم له خښتو جوړ لوی منار دی او د غیاث‌الدین غوري واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.