[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مرستیال مارکس پوتزل وايي، که پر افغان ښځو محدودیتونه په همدې ډول دوام ولري نو له نړۍوالې ټولنې سره به د سرپرست حکومت اړیکې هيڅکله ښې نه شي.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو له رسنۍ (UN News) سره په ځانګړې مرکه کې کړې چې د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) خپره شوې ده.
Exclusive interview: "#Afghanistan needs international help, and we, as the UN, want to help them help themselves," UN Deputy Special Representative for #UNAMA @PotzelMarkus tells UN News.
📰 Read our full interview here: https://t.co/LBuXwfGvEA pic.twitter.com/Oz3aqULbw4
— UN News (@UN_News_Centre) July 4, 2023
هغه زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې له شپږم ټولګي د پورته زدهکړو اجازه نه لري.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی چې دا مسئله د بحث لپاره کومه وسیله نه ده، له همدې له امله باید دا محدودیت ژر لرې شي.
پوتزل ویلي: «زه باور لرم چې د طالبانو په ګډون د افغانستان اکثره خلک د دغو احکامو مخالف دي؛ هغوی د نجونو زدهکړو پلوي کوي، ما تر اوسه د طالبانو هیڅ داسې رسمي چارواکي سره نه دي لیدلي چې ښوونځي یا پوهنتون ته د نجونو منع کېدو له احکامو سره موافق و اوسي.»
د یوناما د سیاسي څانګې د مرستیال په باور، د سرپرست حکومت دا ډول احکام د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر زیان دي، له همدې امله باید نجونې او ښځې نظر څرګند کړي او په ټولنه کې د ویلو لپاره یو څه ولري.
هغه زیاته کړې: «حاکم چارواکي باید دا بندیزونه که هر څومره ژر چې کېږي لغوه کړي، له دې پرته د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ به په اړیکو کې یو سیوری موجود وي.»
د پوتزل په وینا، په جمهوري رژیم کې هم هره نجلۍ ښوونځي ته نه تله، په لرو پرتو سیمو کې ورته داسې فرصت چمتو نه و، خو اساسي قانون او نورو قوانینو هغوی ته د دې حق ورکړی و چې اوس داسې کوم حق نشته.
د یادونې ده، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري رژیم له سقوط او د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګول شوي دي؛ نږدې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی او د تېر ۲۰۲۲ کال له ډسمبر میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زدهکړو ګرځول شوې دي.
د دې ترڅنګ سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو او غیردولتي ادارو ترڅنګ په دولتي ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د نجونو پر زدهکړو بندیز تر امر ثاني پورې دی او په دې اړه په یوه ترتیب او طرحه کار روان دی.
یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]
Views: 202
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن