کابل (پژواک، ۱۵ جنګاښ ۱۴۰۲): افغان چارواکو د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتني چې له کابل سره تعامل ته راوړاندې شي او له افغانستان سره دې په تعلیمي برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو او لوړو زدهکړو سرپرست وزیرانو د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چاترټن ډیکسن سره په کابل کې بېل بېل کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چاترټن ډیکسن سره په کابل کې ولیدل او پر ګڼو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
سرچینې لیکلي، متقي د بریتانیا هغه دریځ چې څه موده مخکې ویلي وو چې د افغانستان حکومت پر وړاندې به د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي، وستایه او زیاته یې کړه: «بریتانیه باید په غټ زړه په جراتمندانه ډول سره تعامل ته را وړاندي شي.»
متقي ویلي: «اسلامي امارت یو ولسي خوځښت دی؛ د تعامل پالیسي او د یوه مسوول حکومت صلاحیت لري.»
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت په هکله دې تګلاره د رسنیو د بېبنسټه راپورونو پر اساس نه، بلکي په حقیقي ډول د متقابل دروناوي په نظر کي نیولو سره غوره شي.
سرچینه زیاتوي، متقي په بریتانیا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو هواري او سالموغوښتنو ته د لاسرسي لپاره هیله څرګنده کړه چې په لندن کې قونسلي خدمات پیل شي څو افغانانو ته خپل حقه حقوق ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د بریتانیا شارژدافیر ویلي، وروسته له لسیزو په افغانستان کي د امن او ثبات په تحکیم سره فرصت برابر شوی چې ترې په ګټه اخیستو په تجارتي، صحي او تعلیمي برخو کي پرمختګونه وشي.
هغه هیله ښودلې چې د یاد هېواد او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې به ښهوالی راشي.
د بریتانیا شارژدافیر ویلي، په افغانستان کې د امن او ثبات ټینګښت لپاره د اسلامي امارت هوډ او ژمنتیا د درک وړ ده او د نشهیي توکو بندولو په اړه اخیستل شوي ګامونه اغېزناک دي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، په پای کې د ورته ناستو پر تسلسل ټینګار وشو، د ښکېلتیا او دوه اړخیزو همکاریو په باب پر هغو مواردو خبرې وشوې او نقطې په ګوته شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه وکولای شي رغنده، ګټور او اغېزناک ګامونه واخیستلای شي.
ندیم: نړۍوال دې له افغانستان سره د لوړو زدهکړو برخه کې همکاري وکړي
د یو بل خبر له مخې، د لوړو زده ګړو وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، د ټولې نړۍ امنیت له یو بل سره تړلی او د افغانستان دایمي امنیت په تحصیل او تعلیم راتللی شي؛ نو په کار ده چې نړۍوال د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي برخو په پرمختګ کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چارټرن ډیکسن سره تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې ولیدل او دغه څرګندونې یې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، ندیم هیلهمندي ښودلې چې دغه لیدنه له بریتانیا سره په اړیکو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو د زیاتوالي لامل شي.
هغه دغه راز بهر ته تللو افغان علمي کادرونو ته په اشاره ویلي: «موږ د هېواد علمي کادرونو قدرداني کوو، افغانستان یې خپل کور دی او ټول باید د دغه هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.»
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر ویلي چې دوی د افغانستان لوړو زدهکړو له وزارت سره د همکاریو او مرستو فرصتونه لري او هوډ لري چې په منظم ډول یې په کار واچوي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن