ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په اونۍ کې یوه ورځ (یکشنبه) د غوښې پر پلور بندیز ولګېد

کندهار کې په اونۍ کې یوه ورځ (یکشنبه) د غوښې پر پلور بندیز ولګېد

author avatar
8 Jul 2023 - 17:29
کندهار کې په اونۍ کې یوه ورځ (یکشنبه) د غوښې پر پلور بندیز ولګېد
author avatar
8 Jul 2023 - 17:29

کندهار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار ښاروالي وايي چې په دغه ولایت کې یې هره یکشنبه د غوښې پر پلور او هوټلونو کې پر پخولو بندیز لګولی او دا پرېکړه به سر له سبا عملي شي.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیف‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل: «په اونۍ کې یوه ورځ د غوښې پر پلور او خوړلو د بندیز پرېکړه څه موده مخکې شوې وه، خو موږ اوس د هوټلونو، رسټورانټونو او صالونونو له مسوولینو غوښتي چې سر له سبا يعني يکشنبې يې عملي کړي.»

د هغه په وینا، هره یکشنبې د غوښې پر پلور د بندیز موخه دا ده څو خلک د سبزیجاتو خوړلو پام ډېر کړي او بل په اونۍ کې یوه ورځ د هوټلونو او قصابیو مسوولین د خپلو کارځایونو صفايي وکړي.

هغه زیاته کړه: «اوس په اونۍ کې یوازې په یکشنبې د غوښې پر پلور بندیز دی، دا پرېکړه مو ځکه کړې ده چې خلک سبزیجات وکاروي، سبزیجات ارزانه دي خو غوښي بیا ګرانې دي، نو له دې سره به د سبزیجاتو پلورونکو ته هم ګټه ورسېږي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.