منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې په اونۍ کې یوه ورځ (یکشنبه) د غوښې پر پلور بندیز ولګېد

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار ښاروالي وايي چې په دغه ولایت کې یې هره یکشنبه د غوښې پر پلور او هوټلونو کې پر پخولو بندیز لګولی او دا پرېکړه به سر له سبا عملي شي.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیف‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل: «په اونۍ کې یوه ورځ د غوښې پر پلور او خوړلو د بندیز پرېکړه څه موده مخکې شوې وه، خو موږ اوس د هوټلونو، رسټورانټونو او صالونونو له مسوولینو غوښتي چې سر له سبا يعني يکشنبې يې عملي کړي.»

د هغه په وینا، هره یکشنبې د غوښې پر پلور د بندیز موخه دا ده څو خلک د سبزیجاتو خوړلو پام ډېر کړي او بل په اونۍ کې یوه ورځ د هوټلونو او قصابیو مسوولین د خپلو کارځایونو صفايي وکړي.

هغه زیاته کړه: «اوس په اونۍ کې یوازې په یکشنبې د غوښې پر پلور بندیز دی، دا پرېکړه مو ځکه کړې ده چې خلک سبزیجات وکاروي، سبزیجات ارزانه دي خو غوښي بیا ګرانې دي، نو له دې سره به د سبزیجاتو پلورونکو ته هم ګټه ورسېږي.»

روغتیاپالان هم وایي، د سبو خوړلو ګټه ډېره ده او باید چې خلک په منظم ډول له بېلابېلو سبزیجاتو کار واخلي او د ډېرې غوښې له خوړلو ډډه وکړي.

بلخوا، ډاکټران هم د سبزیجاتو خوړل د انسان لپاره ګټور بولي.

د عامې روغتیا ریاست یو ډاکټر احمدالله وایي، د سبزیجاتو ګټې ډېرې دي چې خلک باید پام ورته زیات کړي.

هغه وویل: «دا چې اوس یې بیه ډېره کښته ده، نو لازمه ده چې موږ یې د خوراک لپاره وکاروو، د غوښو ډېر خوراک ښه نه دی، په اندازه باید وخوړل شي.»

دغه راز، د سبزیو پلورونکي بیا د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه کوي او غوښتنه کوي چې پر غوښې د بندیز یاده موده دې دوه ورځې شي.

د سبزیو یو پلورونکی محمدولي وویل، که چېرې په اونۍ کې د غوښې پر پلور بندیز دوه ورځې شي نو خلک به نور هم د سبزیجاتو کارولو مخه کړي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال زموږ بینډۍ، بانجان او نور سبزیجات رسېدلي، ډېر ارزانه دي نو خلک باید په هفته کې دوه ورځې د غوښې له خوراک تېر شي، دغه ارزانه شيان دې رانیسي.»

د سبزیجاتو یو بل پلورونکی احمدخان وایي، که د سبزیجاتو کارول ډېر شي، د کروندګرو او سبزي‌پلورونکو ګټه به هم ډېره شي.

هغه وویل: «کله چې زموږ سبزیجات نه وي رسېدلي نو د نورو سیمو سبزیجات خلک د غوښو په بیه رانیسي خو اوس چې زموږ خپل سبزیجات رسېدلي، بیه یې ډېره کښته ده نو خلک باید د غوښو پر ځای بينډۍ، بانجان او نور سبزیجات وخوري.»

کندهار کې د پسه یو کيلوګرام غوښه په ۴۰۰ افغانۍ ده خو د چرګ غوښې بیا یو کيلوګرامه په ۲۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه