Language

ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار پر دوو افغان وګړو چې د «شاه‌چراغ زیارت» برید کې پر لاس لرلو تورن وو – د اعدام حکم جاري شو.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغو دوو کسانو د اعدام حکم نن سهار له لمر ختو مخکې «شاه‌چراغ شېراز» زیارت ته نږدې اجرا شوی دی.

د ایران فردا راډیو د رسمي بنسټونو د اعلان له مخې ویلي چې پر شاه‌چراغ زیارت یاد برید د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې وشو چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۲۰ ډېر ټپيان وو.

د راپورونو له مخې، د دغه برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی و.

login or register a new account.

Related Topics