ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د پلتو بند کارونه بېرته پیل کړي

د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د پلتو بند کارونه بېرته پیل کړي

author avatar
11 Jul 2023 - 17:15
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د پلتو بند کارونه بېرته پیل کړي
author avatar
11 Jul 2023 - 17:15

ښرنه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت د «پلتو» بند درېدلي کارونه بېرته پیل کړي.

د دغه بند جوړولو چارې د تېر نظام پر مهال پيل شوې وې خو له سیاسي بدلون وروسته بېرته ودرېدې.

بلخوا ځايي مسوولین وايي، د پلتو بند کارونه د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي چې په نږدې راتلونکي کې به بېرته پيل شي.

د ښرنې اړوند ملکانو کلي اوسېدونکي او سپين‌ږیري حاجي عبدالخالق پژواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند کارونه په ۱۳۹۹ کال پيل شول خو اوس بېرته درېدلي دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دغه بند جوړولو پروژه دې بشپړه کړي؛ ځکه په وینا يې، د یاد بند په جوړېدو سره به ډېرې شاړې ځمکې خړوبې شي.

د ښرنې اوسېدونکی او مدني فعال عبدالرووف ذهین وايي، د پلتو بند جوړېدل له ډېر پخوا د پکتيکاوالو غوښتنه ده خو لا هم پوره شوې نه ده.

هغه وايي، حکومت دې دې حیاتي پروژې بشپړولو ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو هیلې دې پوره کړي.

وهاب ویران چې له پلتو بند سره نږدې د نوې ښرنې کلي اوسېدونکی دی وايي، پلتو بند د کابل له «شاه عروس» بنده د زیاتو اوبو په ذخیره کېدو او په کم لګښت سره جوړېږي نو په وینا يې حکومت دې د دغه بند جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه راز د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، مخکې د دغه بند کارونه په ناسم ډول پیل شوي وو چې دوی به یې اوس په منظم ډیزاین او پلان چارې پیل کړي.

د ګومل – پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري فتح‌محمد ذاکر وویل: «د مخکنۍ ادارې له خوا دا کارونه نیمګړي شروع شوي وو، تر دې چې اسناد یې هیڅ موجود نه وو، اوس یې نوې سروې بشپړه شوې او د جوړولو کار به يې ژر پيل.»

هغه زیاته کړه، د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د پلتو بند په ګډون په ټول هېواد کې د ۴۲ بندونو کارونه ځنډول شوي وو څو قراردادونه يې کنټرول او وارزول شي.

نوموړی وایي، د دغه بند جوړولو لپاره یو میلیارد او ۳۴۶ میلیون افغانۍ بودجه ځانګړې شوې او قرارداد یې د ملي انکشاف شرکت ته ورکړل شوی او مخکي هم دا قرارداد له همدغه شرکت سره شوی و.

ذاکر زیاتوي: «د پلتو بند به د ۳۰ متره په جګوالي او ۲۶۴ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي خو ډیزاین يې داسې شوی چې د بند جګوالی تر ۴۵ متره پورې لوړېدای شي.»

هغه وایي، د دغه بند کاسه پراخه ده، د دېوال ډیزاین یې داسې شوی چې له ۳۰  څخه ۴۵ مترو ته لوړېدای شي او هغه وخت به له ۲۵ میلیون متره مکعب څخه زیاتې اوبه ذخیره کولی شي.

د سیندیزې فرعي حوزې معلوماتو له مخې، یاد بند کاسه په طبیعي ډول جوړه ده خو که د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي یې بند وتړل شي د ۲۵ میلیون متر مکعب اوبو په ذخیره کولو سره به  د ۵۴۳۶ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت ولري.

د یادونې ده، د پلتو بند د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال منظور شوی و خو لا هم نه دی بشپړ شوی.

Views: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.