[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند رحمان مېنې سیمه کې د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رحمن مېنې «E» برخې سړک جوړولو کار د پیل مراسمو کې د ریاستالوزراء کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او یو شمېر نورو مسوولینو او خلکو برخه اخیستې وه.
سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سړک جوړونې د نوو پروژو په پلې کېدو سره به د کابل ښار اقتصادي ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.
نوموړي څرګنده کړه، متوازنې پراختیا ته په کتو به د کابل ښار په کچه نوې پروژې هم پیل شي او هیله یې وکړه چې ټول ښاریان د سړک جوړونې پروژو په پلې کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجینیر عامر یاسر بيا د یاد سړک په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ويل، دغه سړک له کارته نو سړکه پیل تر ستانکزي بلاکونو پورې ۳۳۰۰ متره اوږودوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري چې د بایسکل لار، پلې لار، ګلدانونه او نورو برخو په درلودو به د نږدې ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د اتلس میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړ شي.
هغه زیاته کړه، دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کېږي چې په جوړېدو سره به یې د ښاریانو ډېرې پخوانۍ هیلې پوره شي.
[/restrict]
Views: 934
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن