کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): کابینې د نورو پرېکړو ترڅنګ پلاوی ګومارلی چې له زرهي وسایطو ګټه اخیستنه او د وسلو ګرځولو د جواز ورکولو څرنګوالی وڅېړي.
د سرپرست حکومت د چارو ادارې نن (چهارشنبه) په خبرپاڼه کې د پورتني مطلب ترڅنګ لیکلي، د کابینې ۳۶مه غونډه د ریاستالوزراء سیاسي مرستيال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د چنګاښ په ۱۹مه ترسره شوه.
سرچينه زیاتوي، دغه پلاوی چې د کورنیو چارو وزارت یې مشري کوي، د ملي دفاع، اقتصاد، او مالیې وزارتونو، سترې محکمې، د استخباراتو، د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت او همدارنګه د ریاستالوزراء د ساتنې لویو ریاستونو استازي په کې برخه لري، د یادې موضوع د تنظیم او سمون په اړه به خپل نظر په کابینه کې شریکوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د کابینې په دې ناسته کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هلمند، ارغنداب او نورو لویو سیندونو له اوبو د ګټې اخیستنې په اړه د پخواني ګومارل شوي پلاوي د راپور ټول اړخونه وڅېړي او پایله دې یې د تصمیم لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کاږي، همدارنګه د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته هم له پورتني پلاوي سره د همکارۍ دنده وسپارل شوه.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، د کابینې په دې غونډه کې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر له ځنګلونو، نورو ولایتونو ته د سون وړ وچو لرګیو پر انتقال هم بحث وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP